سوداگري

د خدیجة الکبری د ملي او نړیوال نندارتون شپږمه ورځ

Published

on

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د یکشنبې پر ورځ ( د  لړم ۲۸ ) ویلي؛ د خدیجة الکبری ملي او نړیوال نندارتون د ښځینه متشبثینو د پیاوړتیا لپاره په کابل ښار کې پیل شوی، چې نن یې شپږمه ورځ ده.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دغه نندارتون کې د افغانستان له ولایتونو او مرکز څخه ښځینه متشبثینو خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل او له ملي او نړیوالو سوداګرو سره یې بلد شول.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې: د دغه نندارتون له پرانستې سره سم په سلګونه مینه‌والو د ښځو د لاسي صنایعو او نورو تولیداتو ستاینه وکړه.

په دغه نندارتون کې ښځو له ۸۰۰ څخه په ډېرو غرفو کې خپل تولیدات نندارې ته ایښي دي.

دغه نندارتون به د لړم تر ۲۹ (دوشنبې) پورې روان وي.

Trending

Exit mobile version