تازه خبرونه
د خلکو مشروع غوښتنې باید ومنل شي- خلیفهسراجالدین حقاني
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني ویلي، چې د هېواد خپلواکۍ ساتنې لپاره باید د خلکو مشروع غوښتنو ته درناوی وشي او د نظام جوړولو او د افغانستان د آبادۍ په برخه کې د هغوی رغنده نظرونه په پام کې ونیول شي.
د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو د زمري اتهویشتمه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ورځې پر مناسبت په جوړه شوې نمانځغونډه کې د هېواد د خپلواکۍ ساتنې، امنیت ټینګښت، ملي یووالي او اقتصادي ودې پر ارزښت ټینګار کړی دی.
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني ویلي، چې د هېواد خپلواکۍ ساتنې لپاره باید د خلکو مشروع غوښتنو ته درناوی وشي او د نظام جوړولو او د افغانستان د آبادۍ په برخه کې د هغوی رغنده نظرونه په پام کې ونیول شي.
هغه ویلي:« باید د خلکو ارادې او غوښتنې ته درناوی وکړو او خپل نظر پرې ونهتپو. د خلکو مشروع غوښتنې باید ومنو او د خپلو حقونو د غوښتلو له کبله یې توهین او ونهرټو. لکه څنګه، چې زمونږ خلکو د اشغالګرو په شړلو کې مرسته وکړه؛ همغسې باید د نظام په جوړولو او د هېواد په آبادولو کې د هغوی نظرونه هم ومنو.»
د سراج الدین حقاني د څرګندونو له مخې؛ خپلواکي یوازې د بشپړ امنیت پر ټینګښت نه بشپړېږي، بلکې د اقتصاد پیاوړتیا، د تولیداتو زیاتول، د کورنیو اړتیاوو پوره کول، ټولنیز عدالت، د قانون حاکمیت او د خلکو او نظام ترمنځ باور هم اړین دي.
حقاني همداراز د قومونو ترمنځ پر یووالي ټینګار وکړ او څرګندوي؛ افغانستان د ټولو قومونو او خلکو ګډ کور دی او هېوادنی ځواک مو هم په یووالي کې نغښتی دی.
د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز فصیحالدین فطرت د نظام هغو مخالفانو ته خبرداری ورکړ، چې د اوسنی نظام د ننګولو هڅې کوي. هغه له مخالفانو وغوښتل، چې هېواد ته راستانه شي او وایي، چې د اسلامي امارت«غېږ» د هغوی پر مخ پرانیستې ده؛ خو که د نظم او امنیت د ګډوډولو هڅه وکړي د وسلهوالو ځواکونو له «پرېکنده » چلند سره به مخ شي.
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم ویلي؛ افغانستان د بهرنیو فشارونو له شتون سره ـ سره په اقتصادي او مخبېنايي برخو کې پرمختګ کړی دی.
هغه زیاته کړې؛ د سیمې هېوادونه پوه شوي، چې افغانستان به د «بهرنیانو اجنډا» ته د عملي کېدا اجازه ورنهکړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له مخالفانو وغوښتل، چې د نظام او خلکو ترڅنګ ودرېږي او له کورنۍ جګړې څخه ډډه وکړي.
د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد ملي ګټو ته د لومړیتوب ورکولو غوښتنه وکړه او څرګندوي؛ حکومت ژمن دی، چې افغانستان په ټولو برخو کې پر ځانبسیا کړي.
هغه ویلي:« د نظام سترې ګټې خپل لومړیتوب وګڼئ او له شخصي او کوچنیو ګټو تېر شئ. هر وخت، چې د هېواد سترې ګټې او مصلحتونه له ګواښ سره مخ کېږي؛ ټول باید لاسونه سره ورکړو، اوږه پر اوږه یو د بل ترڅنګ ودرېږو او له ګواښ سره مقابله وکړو.»
د ریاستالوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي هم پر یووالي ټینګار کړی او وایي؛ قومي، ژبني، سیمهییز، مسلکي او مذهبي تعصبونه باید د خلکو یووالي ته زیان ونه رسوي او له دغو تعصبونو څخه باید پوره ډډه وشي.
حنفي همداراز د هېواد د پوځي ځواکونو د عصري تجهیز او روزنې غوښتنه هم وکړه.