تازه خبرونه

د خلیل الرحمن حقاني د جنازې لمونځ ادا او په پلرنۍ ادیره کې خاورو ته وسپارل شوه

د چاودنې پړه د (داعش) ډلې منلې ده.

Published

on

د پنجشنبې پر ورځ( د ۱۴۰۳ غمریز لېودیر کال د لیندۍ دوه‌ویشتمه ) د پکتیا په ګرده څېړۍ کلۍ کې د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت د چارسمبالي خلیل الرحمن حقاني د جنازې مراسمو ترسره او په پلرنۍ ادیره کې خاورو ته وسپارل شو.

خلیل الرحمن حقاني، چې په ۱۹۶۶ ز. کا زېږېدلی و؛ د چارشنبې پر ورځ په کابل کې د اړوند وزارت دننه په یوه چاودنه کې شهید شو.

د چاودنې پړه د (داعش) ډلې منلې ده.

نوموړی د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د چارسمبالي سراج الدین حقاني تره او د (حقاني شبکې) د بنسټوال جلال الدین حقاني ورور و.

د جنازې په دې مراسمو کې د لوړ پوړیو چارواکو په ګډون د هېواد له ګوټ ګوټ څخه زرګونه کسانو ګډون کړی و. په دغو کسانو کې سراج الدین حقاني او امیرخان متفي او نورو چارواکو حاضرینو ته ویناوې وکړې.

سراج الدین حقاني ویلي؛ شهید  خلیل الرحمن حقاني شخصي دښمني نلري او الله به یې غچ واخلي.

همدارنګه د پنجشنبې پر ورځ د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د خواخوږۍ او غندنې پیغامونه خپاره شوۍ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ پرنوموړي د برید وغانده او په ایکس پاڼه کې یې لیکلي: ” مونږ د ثبات په لټه کې یو اود ترهګرۍ لپاره په دې هېواد کې هیڅ ځای ننشته.”

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بغايي هم د چارشنبې د ورځې په چاودنه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړهې او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله وکړه.

متحده عربي اماراتو هم د افغانستان د کډوالو چارو وزارت پر جارسمبالي برید غندلی دی.

متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت (MoFA) په یوه خبرپاڼه کې تایید کړه، چې “متحده عربي امارات د دې جنایتکارانه عملونو کلکه غندنه کوي او له نړیوال قانون څخه یې سرغړونه ګڼيې او د امنیت او ثبات د زیانمنولو په هدف هر ډول تاوتریخوالی او تروریزم د تل لپاره ردوي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي: « د دې ترڅنګ دغه وزارت د افغانستان خلکو او د دغه برید د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګندوي او ټولو ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله کوي.»

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د خلیل حقاني پر شهادت خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل: په ډېرې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني له یو شمېر هېوادوالو سره په کابل کې په شهادت رسېدلی دی. په دې وزارت کې چاودنه شوې ده.”

د افغانستان پخواني اجرائیه رییس عبدالله عبدالله هم دا برید غندلی او په ایکس پاڼه کې یې لیکلي: مونږ پر خلیل الرحمن حقاني د ترهګریز برید کلکه غندنه کوو. هغه په ​​افغانستان کې د یوې با نفوذه جهادي کورنۍ غړی و. د پخواني شوروي د یرغل پر وړاندې په جهاد کې یې مهم رول درلود.

Trending

Exit mobile version