تازه خبرونه

د خواړو او درملو ملي ادارې چارسمبالي اروپا ته د خپل سفر پایلې رسنیو ته وړاندې کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۹, ۱۴۰۲)

د خواړو او درملو ملي ادارې چارسمبالي ویلي؛ اروپا ته یې په خپل سفر کې د سیمه‌ییزو تولیداتو په دوه‌یم نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

د حکومت د رسنیو مرکز څرګنده کړې؛ د خواړو او درملو ملي ادارې چارسمبالي عبدالباري عمر زیاته کړې؛ دغه کنفرانس په ندرلیند کې د طبي تجهیزاتو، درملو، واکسینونو او خوندي خواړو له کیفیت څخه د ډاډ ترلاسه کولو او په دې برخه کې د شته نړیوالو قوانینو او ستراتېژیو د پوهاوي په اړه جوړ شوی و.

د خواړو او درملو ملي ادارې چارسمبالی وایي، چې په دې کنفرانس کې مې د افغانستان وضعیت په ښه ډول تشریح کړ او نړیوال له رامنځته شویو پرمختګونو خبر شول او د پرمختللیو هېوادونو د طبي تجهیزاتو او درملو د تولید له تجربو څخه مو ښه ګټه پورته کړه.

دغه راز هغه ویلي، چې د کنفرانس په څنډه کې یې د درملو او طبي تجهیزاتو د سترو او نړیوالو کمپنیو له استازیو سره وکتل او له هغوی څخه وغوښتل شول، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. د خواړو او درملو ملي ادارې چارسمبالي اروپا ته د خپل سفر پر مهال په ندرلیند، آلمان او بلجیم هېوادونو کې له میشتو افغانانو او افغان کدرونو سره هم کتلي او هغوی ته یې په افغانستان کې د خدمت کولو بلنه ورکړې ده.

Trending

Exit mobile version