سوداگري

د خوراکي او نفتي توکو په بیعو کې ټیټوالی راغلی

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۰, ۱۴۰۱)

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ويلي، چې د تېرې یوې میاشتې پر پرتله د هېواد په بازارونو کې د سون او لومړنیو توکو په بیعو کې دېرش سلنه کموالی راغلی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې  خونې  مسوولینو ويلي؛ د تېرې یوې میاشتې پر پرتله د سون او لومړنیو توکو په بیعو کې دېرش سلنه کموالی راغلی.

د خصوصي سکتورغړي هیله څرګندوي، چې په راتلونکي کې به بیعې نورې هم راټیټې شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند ویلي؛ په ټوله کې بیعې تر دېرش سلنې کمې شوي او علت يي دا ده، چې په نړیوال بازار کې بیعې راټیټې شوي او په منځنۍ آسیا او قزاقستان کې فصلونه هم رسیدلي دي.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو پلورونکي وايي؛ که څه هم د خوراکې تو بیعې راټیټې شوي؛ خو  خلک اوس هم  د پېرودلو وس نلري.

هټیوال حاجي ګل محمد وایي: ارازنه شوي؛ خو ورځ تر بلي  هم  ارازنه کیدی شي. که مونږ یې ارزانه واخلو ارازنه يي بېرته پلورو.

هټیوال عبیدالله ویلي؛ د تېرې یوې میاشتې پر پرتله د خواړو توکو بیعې راټیټې شوي، خو وریجي اوس هم ارزانه شوې ندي او خلکو يي پېرلی نشي.

د لومړنیو خوراکي توکو ترڅنګ د سون او نفتي توکو په بیعو کې هم  تر یوه بریده ټیټوالی راغلي دی. پلورونکي یې هیله څرګندوي، چې که د نفتي توکو بیعې راټیټې شي؛ دوی به يي په ټیټه بیعه خلکوته ورکړي.

تېل پلورونکی مهدي وایي: د تېرې یوې میاشتي په پرتله د تېلو بیعې راټیټې شوي؛ یو لیتر ډیزل ۹۷، پترول ۸۷ او اوبلن ګاز ۶۵ افغانې پلورل کیږي.

یو شمېرهېوادوال بیا وايي، چې اوس هم  خلک د لومړنیو توکو د پېرودلو وس نلري. دوی د افغانستان له اسلامي امارته غوښتنه کوي، چې خلکو ته دې د کار د پیدا کولو ترڅنګ د توکو له بازاره هم څارنه پراخه  کړي.

د هېواد یو شمېر اوسیدونکي بیا له بېکارۍ  ځوریږي او څرګندوي، چې خلک اوس هم په اوسنیو قیمتونو د سوند او لومړنیو توکو د رانیولو توان نلري.

تکسي چلوونکی علي احمد وایي: دې اوسنیو بیعو ته په کتو هم زمونږ لګښت نه پوره کیږي؛ کار نشته، چې کار نوي بیا له کومه دومره پیسې پیدا کړو.  

د کابل ښار اوسیدونکي احمد شاه ویلي: خلک کار نلري وختي، چې پیسي نه وي توکي به په څه راونیسو. خلک له بېکارۍ غرق دي؛ حکومت باید د خلکو لپاره کار برابر کړي، چې ستونزې یې  حل شي.

د اقتصادي چارو کار پوهان هم  له صنعت او سوداګرۍ له وزارته غوښتنه کوي،  چې باید د بیعو د څارنې  لپاره له بازار  څارنه ډېره کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی: حکیم الله صدیقي وایي؛ زما له نظره که د صنعت او سوداګرۍ وزارت باید له کورني بازاره څارنه زیاته کړي، چې د یوشمېر خپلسريو مخه ونیول شي.

د افغانستان د اسلامي امارت مسوولین ژمنه کوې، چې د بیعو د څارنې لپاره تدابیر لري او هڅه کوي، چې د لومړینو توکو د بیعو د ټیټولو لپاره نورې آسانتیاوې هم رامنځته کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخوندزاده عبدالسلام جواد وایي؛ مونږ خپلې کاري ډلې لرو، چي له بازاره څارنه کوي، چې د توکو د انحصار او احتکار مخنیوی وکړي او بیعې هم وڅاري. 

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ویلي، په نړۍ کې د خوراکي توکو او تېلو د بیو ټیټېدو، په افغانستان کې د خوراکي توکو په تېره بیا اوړو، وریجو او غوړیو پر بیو مثبته اغېزه کړې ده. افغانستان تر ډېره خوراکي او د اړتیا وړ تېل د منځنۍ آسیا له هېوادونو، روسیې او ایران واردوي.

Trending

Exit mobile version