سیمه ییز خبرونه

د خوست او گردېز ترمنځ پر يوه كيلومتر سړك څه د پاسه يو نيم ميليون دالرلگول شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د خوست او گردېز سړك د نړۍ په كچه هغه لويه لار ده، چې د يو كيلومتر په جوړيدو يې څه د پاسه يو نيم ميليون دالر لگښت شوى او دا دومره لوړه بيه ده، چې د نړۍ پر ډېرو عصري سړكونو هم  لگول شوي نه دې.

د خوست او گردېز ترمنځ غزيدلې لويه لارڅه د پاسه سل کيلومتره اوږدوالى لري او د جوړولو چارې يې د امريکا متحده ايالاتو د پراختيايي ادارې لخوا له نن څخه اووه كاله وړاندې پيل شوې؛ خو اوس هم پوره نه ده جوړ شوى.

د چارواكو په وينا، په لومړي پړاو کې د ټول سړك چارې يوې هندې کمپنۍ ته وركړ شوې وې، هغوى يو څه نيمگړى كار وكړ؛ خو نور يې پريښود، په دوه يم پړاو کې يې 13 کيلومتره د يو افغان شرکت له لوري جوړ او اوس يې چارې بشپړې شوې.

د خوست د فوايد عامې رييس انجنيرمامورشاه وايي، چې:

د خوست او گرديز د لويې لارې ديارلس كيلومتره سړك د شل ميليون دالرو پر لگښت په پاخه ډول جوړ او گټې اخيستنې ته وسپارل شو، خو اوس هم دغه لار له سختو ستونزو ډكه او ډېره برخه يې خامه ده، دولت يې هركال د جوړولو ژمنې كوي؛ خو په عمل كې څه نه دي شوي.

د خوست والي وياند مبارزمحمدځدراڼ د دې ستونزې په اړه وايي، چې ولايتي ادارې ډېرې هلې ځلې وكړې؛ خو بيا يې هم چارې په يوه او بل نوم نيمگړې پاتې شوې دي.

ځايي خلك وايي، چې دولت دې امينتي ستونزې نه بهانه كوي، بلکې ژر تر ژره دې  د دې سړك پر جوړولو  كار پيل كړي.

دا يوازنى سړک دى،  چې خوست  له مركز او نورو ولايتونو سره نښلوي. سره له دې، چې د هېواد په سياسي، اقتصادي او ټولنيز وضعيت کې مهم رول لري؛ خو بيا يې هم اته ويشت کيلومتره لار خامه او كنډكپر دى.

Trending

Exit mobile version