تازه خبرونه

د خوست خلکو د ملي اردو په ملاتړ غونډه جوړه کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د خوست اوسېدونكي وايي له افغان ځواكونو رښتينی ملاتړ كوي او كه اړتيا شي نو د دښمن پروړاندې به يې هم وجنګېږي.  په خوست كې قومي مشران  او ديني عالمان  وايي دولتي ځواكونو په تېرو څو كلونو كې د هېواد د ساتنې په لاره كې ډېرې قربانې وركړې او لا هم دوام لري.

 په همدې وخت كې په خوست كې د ملي اردو چارواكي وايي له دوى سره د خلكو مينه دا ښيي چې د وسله والو مخالفينو په اړه د خلكو كركه ډېره شوې ده.

په خوست کې قومي مشران، ديني عالمان او د ولايتي شورا يو شمېر غړې راټول شوي او له ملي اردو خپل ملاتړ اعلانوي. هغوى وايي، افغان ځواکونو په سختو شرايطو کې د هېواد امنيت ټينګ کړى او دوى د خپلو سرتېرو د روحيې له پاره د هغوى ترڅنګ دي او د اړتيا پر وخت به د وسله والو پر وړاندې جګړې ته هم راودانګي.

په همدې وخت كې د خوست ولايتي شورا يو شمېر غړو هم په اوسنيو حالاتو کې د افغان ځواكونو مېړانه وستايله.

په خوست کې د ملي اردو جنرال محمد ناصر هدايت چې په دې وروستيو كې يې د افغانستان د خپلواكۍ د كليزې په وياړ د وزير محمد اكبرخان عالي دولتي مډال ترلاسه كړى وايي له دوى سره د ولسونو ملاتړ په دې باور زياتوي، چې نور وسله وال د خلکو په زړونو کې ځاى نه لري. هغه زياتوي، اوس وسله وال د دوى پر وړاندې د مخامخ جګړې توان نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم ولسي خلکو د افغان پوځيانو په ملاتړ غونډې جوړې کړې دي.

Trending

Exit mobile version