تازه خبرونه

د خپلمنځي خبرو لومړی پړاو به په قطر کې ترسره شي

Published

on

د افغانستان حکومت هوکړه کړې، چې د خپلمنځي خبرو لومړی پړاو دې په قطر کې ترسره شي.

افغانستان، امریکا او قطر د خپلمنځي خبرو د لومړي پړاو ترسره کولو لپاره په داسې حال کې چمتووالي په ډاګه کړې، چې د دغو خبرو د پیل نېټه نده روښانه؛ خو په حکومت  کې یو شمېر سرچینو ویلي، چې د خبرو د لومړي پړاو لپاره پر قطر د ټولو لوریو هوکړه شوې ده.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال ویلي؛ قطر اوس هم د افغانستان د سولې په بهیر کې همکار دی او له قطر پرته نور هېوادونه هم شته، چې د سولې په بهیر کې یې همکاري کړې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، تراوسه د مذاکراتو د نورو پړاوونو په اړه هوکړه نده شوې.

د افغانستان لپاره د قطر د بهرنیو چارو وزارت استازي کابل ته په سفر کې د حکومت له مشرانو او طالب پلاوي سره په خبرو کې ویلي، چې په راتلونکیو ورځو کې به د دواړو لوریو له خوا ډېر بندیان آزاد شي او په روانه اوونۍ کې به دا بهیر بشپړ شي.

د افغانستان لپاره د قطر د بهرنیو چارو وزارت استازي مطلق القحطاني څرګنده کړې، چې په دې ورځو کې به ډېر بندیان خوشي شي. تمه لرو، چې په دې اوونۍ کې د بندیانو آزادول پای ته ورسیږي او بل پړاو ته ورسیږو، چې د افغانستان لپاره یو تاریخي پړاو دی. یعنې د خبرو میز ته د افغان لوریو کیناستل، چې د روان خونړي بحران لپاره یوه د حل لار ومومي.

 حکومت ویلي؛ د مذاکراتو لپاره ټول چمتو والی نیول شوی او حتا اجندا یې هم طالبانو ته وړاندیز شوې ده.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل ویلي؛ په خبرو کې د پرمختګ ستر خنډ طالبان دي، مونږ د خبرو اجندا جوړه کړې او طالبانو ته سپارل شوې، خو ځواب یې تر دې دمه تر لاسه شوی ندی.

تراوسه درې زره طالب بندیان د دولت له زندانونو او سلګونه دولتي سرتېري د طالبانو له بند خوشي شوي دي. د دواړو لوریو تخنیکی پلاوي په کابل کې د دوه زره نورو طالب بندیانو پر نوملړ کار کوي.

د ملي امنیت شورا ویلي د حکومت او طالبانو د تخنیکي پلاوي د کار له بشپړیدو سره به د بندیانو آزادول بیا پيل شي.

تمه ده، چې د طالبانو د دوه زره نورو بندیانو له خوشي کیدو سره د جون په میاشت کې مذاکرات پيل شي.

Trending

Exit mobile version