تازه خبرونه

د خپلمنځي خبرو په درشل کې د افغان حکومت اجنډا ښکاره نده

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۶, ۱۳۹۹)

که څه هم حکومت ویلي، چې د خپلمنخي خبرو لپاره اجنډا جوړه شوې؛ خو د خبرو سرټکي اوس هم روښانه ندي.  

د قطر هېواد  دوحه د طالبانو او حکومت خپلمنځي خبرو د پيل کوربتوب ته چمتو والی نیولی، چې په کې دواړه ښکېل لوري د لومړي ځل لپاره د جګړې د پای ته رسولو په اړه پر غوښتنې او پوښتنې کوي.

په هند کې د افغانستان  پخواني سفیر شیدا محمد ابدالي ویلي: دا باید روښانه شي، چې د دواړو لوریو غوښتنې څه دي او مونږ څرنګه سولې ته ورسیږو.     

د افغانستان لپاره د قطر ځانګړي استازي د افغانستان له دولتي تلویزیون سره په خبرو کې ویلي، چې د مذاکرې د بریالیتوب لپاره د دواړو لوریو د روښانه اجنډا درلودل یوه اړتیا ده.

د افغانستان لپاره د قطر د بهرنیو چارو وزارت استازی مطلق القحطاني وایي:  فکرکوم ډېره مهمه ده، چې د اجندا په اړه مخکې له مخکې وضاحت موجود وي؛ ځکه زمونږ تجربې ښیي، چې د دواړو لوریو د بریالیتوب لپاره یوه روښانه اجنډا درلودل مهم دي. زما په نظر خبرې باید لومړی پر هغو برخو پیل شي، چې ډېر د مناقشې وړ ندي او دا ښه پايله او دا بهیر پرې غزیږي. فکر کوم خبرې به تر یوه وخته دوام ومومي او تمه لرو، چې ګډوډي په کې جوړه نشي.

 دغه راز د پخلاینې عالي شورا، چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د سولې چارې رهبري کوي؛ تراوسه چمتو نده، چې د دې شورا د تشکیلاتو او څرنګوالي په اړه معلومات ورکړي.

کابل ښاریانو ویلي؛ خلک په دې تمه دي، چې ژر تر ژره سوله وویني.  

یو بل ښاري څرګنده کړې؛ سیاستوال باید په دې اړه اختلاف ونلري.

د خپلمنځي خبرو د پيل لپاره تراوسه وخت ندی ټاکل شوی؛ خو ځینې سرچینې وایي، چې تر یوې اوونۍ پورې به د دواړو لوریو د بندیانو خوشي کول پای ته ورسیږي او وروسته به خبرې پیل شي. د دغو خبرو له پیل مخکې روسیه، امریکا او افغانستان په ویډیویي ناسته کې د سولې د هڅو پر څرنګوالي بحث کوي.

Trending

Exit mobile version