تازه خبرونه
د خپلمنځي خبرو په درشل کې د افغان حکومت اجنډا ښکاره نده
که څه هم حکومت ویلي، چې د خپلمنخي خبرو لپاره اجنډا جوړه شوې؛ خو د خبرو سرټکي اوس هم روښانه ندي.
د قطر هېواد دوحه د طالبانو او حکومت خپلمنځي خبرو د پيل کوربتوب ته چمتو والی نیولی، چې په کې دواړه ښکېل لوري د لومړي ځل لپاره د جګړې د پای ته رسولو په اړه پر غوښتنې او پوښتنې کوي.
په هند کې د افغانستان پخواني سفیر شیدا محمد ابدالي ویلي: دا باید روښانه شي، چې د دواړو لوریو غوښتنې څه دي او مونږ څرنګه سولې ته ورسیږو.
د افغانستان لپاره د قطر ځانګړي استازي د افغانستان له دولتي تلویزیون سره په خبرو کې ویلي، چې د مذاکرې د بریالیتوب لپاره د دواړو لوریو د روښانه اجنډا درلودل یوه اړتیا ده.
د افغانستان لپاره د قطر د بهرنیو چارو وزارت استازی مطلق القحطاني وایي: فکرکوم ډېره مهمه ده، چې د اجندا په اړه مخکې له مخکې وضاحت موجود وي؛ ځکه زمونږ تجربې ښیي، چې د دواړو لوریو د بریالیتوب لپاره یوه روښانه اجنډا درلودل مهم دي. زما په نظر خبرې باید لومړی پر هغو برخو پیل شي، چې ډېر د مناقشې وړ ندي او دا ښه پايله او دا بهیر پرې غزیږي. فکر کوم خبرې به تر یوه وخته دوام ومومي او تمه لرو، چې ګډوډي په کې جوړه نشي.
دغه راز د پخلاینې عالي شورا، چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د سولې چارې رهبري کوي؛ تراوسه چمتو نده، چې د دې شورا د تشکیلاتو او څرنګوالي په اړه معلومات ورکړي.
کابل ښاریانو ویلي؛ خلک په دې تمه دي، چې ژر تر ژره سوله وویني.
یو بل ښاري څرګنده کړې؛ سیاستوال باید په دې اړه اختلاف ونلري.
د خپلمنځي خبرو د پيل لپاره تراوسه وخت ندی ټاکل شوی؛ خو ځینې سرچینې وایي، چې تر یوې اوونۍ پورې به د دواړو لوریو د بندیانو خوشي کول پای ته ورسیږي او وروسته به خبرې پیل شي. د دغو خبرو له پیل مخکې روسیه، امریکا او افغانستان په ویډیویي ناسته کې د سولې د هڅو پر څرنګوالي بحث کوي.
تازه خبرونه
د آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.
نن سېشنبه د آریانا افغان هوايي شرکت یوه کارګو بوینګ ۷۳۷-۳۰۰ لوتکه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده.
آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.
د دغه شرکت د څرګندونو له مخې؛ آریانا افغان هوايي شرکت د دې الوتکې د کارونې لپاره له متحده عربي اماراتو مېشتې« ایر چارتر اکسپرس» شرکت سره یو کلن تړون لاسلیک کړی دی.
د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بختالرحمن شرافت ويلي؛ دغه شرکت د هوا له لارې د بار لېږد چوپړتیاوو د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د افغانستان د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو چوپړتیاوو پیلېدا به له افغان سوداګرو سره مرسته وکړي، چې خپل محصولات پر مناسب لګښت او لنډ وخت بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.
تازه خبرونه
په کونړ او پکتیکا کې د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.
ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.
-
تازه خبرونه5 days agoنړۍ باید« د افغانستان نوی واقعیت» ومني او خپله پالیسي بدله کړي – هند
-
تازه خبرونه5 days agoیوازې د بشري حقونو پر موضوع راڅرخېدا به په افغانستان کې بې پایلې وي – روسیه
-
لوبی2 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول
-
نړۍ5 days agoپر کابل هوایي ډګر برید کوونکی محمد شریفالله په امریکا کې پر ۲۰ کاله بند محکوم شو
-
تازه خبرونه5 days agoد قطر یوه لوړپوړي چارواکي له کورنیو چارو وزیر سره ولیدل
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد امریکا او حوثیانو استازو په عمان کې پټه لیدنه کړې
-
نړۍ1 day agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
