تازه خبرونه

د داعش د مشرانو وژل کېدا به دې ډلې ته یو مهم ګوزار وي

Published

on

(Last Updated On: وری ۷, ۱۴۰۲)

خلیلزاد تویت کړی، چې اسلامي‌امارت د دوحې په تړون کې له داعش سره د مبارزې ژمنه کړې او د داعش د دغو مشرانو له منځه وړل د ژمنتیا ښکارندویي کوي.

د افغانستان لپاره د واشنګتن پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دوشنبې پر ورځ تویت کړی؛ که د داعش د درې لوړپوړیو غړیو د وژلو ادعا تائید شي، دا به د افغانستان په شمال کې د داعش لپاره یو ستر ګوزار وي.

نوموړي زیاته کړې؛ امریکا او طالبان کولی شي، چې د دوحې هوکړې بشپړ پلي کیدو ته خپلې اړیکې زیاتې کړي؛ ځکه دا د امریکا او طالبانو په ګټه ده.

د یکشنبې پر ورځ اسلامي امارت په ډاګه کړه، چې په بلخ ولایت کې یې پر ځانګړیو عملیاتو د داعش درې مهم غړي وژلي دي.

د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي ریاست څرګنده کړې؛ د داعش ډلې پخوانی والي او دوه‌یم نمبر مشر مولوي ضیاءالدین، د خراسان څانګې د شورا غړی ابو عمر افریدی او د داعش د پوځي روزنې مسوول استاد سلمان تاجکستانی له منځه وړل شوي دي.

د استخباراتو عمومي ریاست ويلي، مولوي ضیاءالدین له شهاب المهاجر مخکې د خراسان لپاره د داعش والي او د اداري او قضايي چارو مسوول و.

یادې سرچینې زیاته کړې؛ استاد سلمان د تاجکستان تبعه او د پوځي روزنې او چاودیدونکیو توکو په جوړولو کې څانګوال او متخصص و.

د دغه رياست د څرګندونو له مخې، دغو کسانو د کابل، بلخ او فارياب په بريدونو کې لاس درلود.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د کابل ښار د دولسمې امنیتي حوزې د اړوند سیمې په ځانګړیو عملیاتو کې د داعش د هغه غړی وژل هم تائید کړل، چې د کورنیو چارو وزارت پر جومات یې د برید مشري کړې وه.

Trending

Exit mobile version