تازه خبرونه
د داعش نوی مشر د حقاني شبکې غړی دی – اندرابي
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي مسعود اندرابي تېره شپه ویلي، چې د داعش نوی مشر شهاب المهاجر د حقاني شبکې غړی دی.
اندرابي په خپل تویت کې څرګنده کړې: حقاني شبکه او طالبان هره ورځ په ټول افغانستان کې خپل ترهګریز فعالیتونه ترسره کوي او کله، چې د دوی فعالیتونه د دوی د سیاست خلاف وي؛ نو بیا دغه هڅې د داعش تر نامه لاندې ترسره کوي
— Masoud Andarabi (@andarabi) August 3, 2020
د اندرابي دغه څرګندونې له هغې وروسته په ډاګه کیږي، چې امنیتي ځواکونو د ننګرهار ولایت پر مرکزي زندان د داعش برید شنډ کړ.
دغه برید د یکشنبې پر شپه شاوخوا ۷ بجې پیل او د دوشنبې تر مازیګړه روان و.
برید کونکو لومړی د ننګرهار محبس ته د ننوتلو پر مهال یو موتر بم برید تر سره کړ او بیا د زندان ودانۍ ته ننوتل.
داعش د برید مسوولیت منلی دی.
یکشنبه په ټول هېواد کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د اوربند درېیمه او وروستۍ ورځ وه. په دې برید کې د ملکیانو په ګډون ۳۰ امنیتي ځواکونه او بندیان وزل شوي دي.
په هر حال، د برید پرمهال یو شمېر بندیان تښتیدلي؛ خو امنیتي ځواکونه وايي، چې دوی په سلګونه بندیان بېرته نیولي دي.
برید یوه ورځ وروسته له هغې تر سره شوی، چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست ځانګړیو ځواکونو د جلال آباد ښار ته نږدې د داعش د استخباراتو لوړ پوړی غړی اسدالله اورکزی وواژه.
