تازه خبرونه

د داعش پوځي او عملیاتي مسوول، قومندان فاتح ووژل شو- اسلامي امارت

Published

on

(Last Updated On: کب ۹, ۱۴۰۱)

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې د داعش د یوه لوړپوړي قومندان او عملیاتي مسوول له وژل کیدو خبر ورکړ.

د مجاهد لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې اوړمه شپه د کابل ښار د ۱۷ حوزې د خيرخانې اړوند شهرک ذاکرین د سیمې د داعش پر پټنځي په ځپونکيو عملياتو کې قومندان فاتح نومی له خپلو دوه نورو داعشیانو سره وژل شوی او یو بل یې ژوندی نیول شوی دی.

دغه راز په ډاګه شوې، چې نوموړي په ننګرهار کې د اوسېدو پر مهال د داعش امیرالحرب، د شوری غړی او اوس‌مهال د افغانستان او سیمي پر کچه د عملیاتو عمومي مسوول و، چې پر مساجدو، مدارسو، ولسي وګړیو، مجاهدوینو او دیپلوماتیکو استازولیو یې بريدونه رهبري کول.

هغه زياته کړې، د ځانګړیو ځواکونو په دغو عملياتو کې د داعش يو بل غړى هم وژل شوى؛ خو یو یې ژوندی نیولی دى.

همدارنګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو راپور د تېر کال په جولای کې فاتح د داعش د یو مهم مشر په توګه یاد کړی و، چې د هند، ایران او منځنۍ آسیا په سیمو کې د پوځي عملیاتو د رهبرۍ تور پرې لګول شوی و.

Trending

Exit mobile version