بی بی سی پښتو
د داعش ډلې جرمن غړې د یزیدي نجلۍ مړینې په تړاو په بند محکومه شوه
د جرمني میونیخ کې هغې مسلمانې شوې ښځې ته د لس کلن زندان سزا ورکړل شوې، چې عراق کې له اسلامي دولت نومې ډلې سره له یو ځای کېدو وروسته یې یوه ایزيدي نجلۍ وژلې وه.
ویل کېږي، جنیفر وینیسچ له خپل مېړه سره په شریکه وژل شوې نجلۍ د وینځې په توګه پېرلې وه.
پر دې ښځه تور و، چې تر سره لمر لاندې د تندې له کبله د پنځه کلنې نجلۍ مړینې پر مهال د مېړه تر څنګ ولاړه وه او جنګي جرم یې کړی دی.
د وینیسچ مېړه چې یو عراقی جهادي وسله وال و، د جرمني په فرانکفرت کې محاکمه کېږي.
دا پېښه ۲۰۱۵ کال کې د عراق فلوجه کې رامنځته شوې وه.
وینیسچ پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي. د دې مدافع وکیل وايي، د مړې شوې نجلۍ مور نورا د باور وړ عیني شاهده نه ده او داسې هېڅ ثبوت نه شته چې دا نجلۍ مړه شوې ده.
د یادونې ده چې داعش وسله والو نورا او لور یې له یو شمېر نورو ایزیدي ښځو سره یو ځای د وینځو په توګه پېرلې وې.
په روانه محاکمه کې داسې تمه کېږي چې د وینیسچ د مېړه طحا الجمیلي په هکله به راتلونکې میاشت پرېکړه وشي.
دا د ایزدیانو پر ضد د داعش ډلې جرمونو لومړنۍ محاکمه بلل کېږي.
کرد توکمه ایزیدیان د عراق شمال کې لومړنۍ ټولنه ده، چې داعش وسله والو په ځانګړې توګه په نښه کړه. وینیسچ په ۲۰۱۶ کال کې ترکیه کې له نیول کېدو وروسته جرمني ته د محاکمې لپاره سپارل شوې وه.
داعش وسله والو ۲۰۱۴ کال کې د عراق شمال کې د ایزیدیانو مرکزي مېشت سیمه ونیوله او زرګونه ښځې او ماشومانې یې د وینځو په توګه له ځان سره بوتلې.