تازه خبرونه

د داعش یو مهم غړی په کابل کې ووژل شو – د استخباراتو ریاست

Published

on

(Last Updated On: وری ۷, ۱۴۰۲)

د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي ریاست ویلي، چې د کابل ښار د دولسمې امنیتي حوزې د اړوند سیمې په ځانګړیو عملیاتو کې د داعش هغه غړی وژل شوی، چې د کورنیو چارو وزارت پر جومات یې د برید مشري کړې وه.

دغه ریاست په یوه تویت کې څرګنده کړې؛ د کابل ښار د دولسمې امنیتي حوزې اړوند د بت خاک په سیمه کې د داعش پر پټنځي ځانګړي عملیات کړي، چې په کې ملکي وګړیو ته کوم زیان ندی اوښتی.

د استخباراتو عمومي ریاست زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې د کورنیو چارو وزارت پر جومات د برید کوونکي اسد لغماني (قیس) پټنځی پر نښه شوی او هغه وژل شوی دی.

تر اوسه د دې عملیاتو په اړه نور جزئیات نشته او اسلامي امارت د وژل شویو او ټپیانو د کره شمېر په اړه هم څه ندي ویلي.

د ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال د تلې میاشتې پر ۱۴ نېټه د کورنیو چارو وزارت په جومات کې ځانمرګی برید وشو، چې له کبله یې څلور کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شول.

له دې وړاندې اسلامي امارت په کابل او مزارشریف کې د داعش پر پټنځیو هم د څو بریدونو اعلان کړی و.

Trending

Exit mobile version