د نوماندو پېژندنه
د داود سلطان زوى لنډه پېژندنه
< ![endif]–>
محمد داود سلطان زوى په غزني ولايت کې زېږېدلى، خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې يې د کابل په حبيبيه ليسه کې بشپړې کړې دي.
ښاغلي سلطان زوى خپلې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون په انجنيري پوهنځي کې تر سره کړې او له همدې پوهنځي څخه د يوه تحصيلي بورس په وسيله د امريکا متحده ايالاتو ته تللى او خپلې لوړې زده کړې يې د پيلوت په توگه د هوايي چلند په څانگه کې پاى ته رسولې دي.
نوموړي د اته کلونو لپاره د آريانا افغان هوايي شرکت په ليکو کې د پيلوت په توگه دنده اجرا کړې ده.
سلطان زوى په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د يرغل پرمهال په سعودي عربستان او امريکا کې ژوند کاوه او لومړى يې د سعودي هوايي کرښو او وروسته د امريکا په (United) هوايي کرښو کې د استاد او کپتان په توگه دنده اجرا کړې ده.
نوموړي د دې ترڅنگ د امريکا د يونايتډ هوايي کرښو په تيم کې د هوايي چلند ادارې د استاد په توگه تدريس هم کاوه.
سلطان زوى د ملي شورا په تېره دوره کې له ١٣٨٤ل کال څخه تر ١٣٨٩ل پورې په ولسي جرگه کې د غزني د خلکو استازى و او د دې جرگې د اقتصادي کميسيون مشري هم ور تر غاړې وه.
نوموړي د ولسي جرگې د تېرې دورې په ټاکنو کې ولسي جرگې ته لار ونه مونده او وروسته يې بيا د داود سلطان زوى په نامه تلويزيوني خپرونه چلوله.
نوموړى د وروستيو کلونو په کورنيو او بهرنيو رسنيو کې د افغانستان د چارو د يوه کارپوه په توگه مطرح دى.