د نوماندو پېژندنه
د داکتر زلمي رسول لنډه پېژندنه
< ![endif]–>
داکتر زلمى رسول د پوهاند داکتر عبدالقيوم رسول زوى او په ١٣٣٢ل کال په کابل کې زېږېدلى دى.
نوموړى له استقلال عالي ليسې څخه له فارغيدو وروسته د لوړو زدهکړو لپاره د فرانسې مرکز پاريس ته واستول شو.
زلمي رسول خپلې لوړې زدهکړې د طب په څانگه کې د دوکتورا تر کچې له فرانسې تر لاسه كړي دي.
د پاريس د زړه د ناروغيو د څېړنيز انستيتيوت داکتر، په پاريس کې د افغانستان د جهاد اړوند د حقيقت افغان خپرونې مسوول او د سعودي عربستان د وسلوالو ځواکونو د روغتون د داکتر په توگه دنده ترسره کړې او د ايتاليا په روم ښار کې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د دفتر مشرهم پاتې شوی دی.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له شاتگ وروسته، زلمى رسول د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ په رامنځته شوي حکومت ( ١٣٨١ل کال) کې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار شو.
ده د سلاکار په توگه د افغانستان د امنيتي ارگانونو فعاليتونه له بهرني سياست سره همغږي کول او نږدې نهه کاله يې په دې برخه کې کار وکړ.
رسول له سلاکارۍ وړاندې د ملكي هوايي چلند د رييس په توگه هم دنده ترسره کړې او د نورو چارواکو ترڅنگ د افغانستان په اړه په جرمني کې د جوړې شوې نړيوالې بُن غوڼدې گډونوال هم و.
زلمي رسول د ٢٠١٠م کال په پيل کې د بهرنيو چارو د وزير په توگه له ولسي جرگې د باور رايه واخسته او تېره مياشت يې د راتلونکي کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د سيالۍ په موخه له خپلې دندې استعفا وکړه.
د ده د وزارت پرمهال افغانستان د امريکا او هند په گډون له يو شمېر غربي هېوادونو جرمني، انګلستان، ايتاليا، ناروې، فنلند، دنمارک، فرانسې، پولند او همدا راز له استراليا سره ستراتيژيک تړونونه لاسليک کړل.
زلمى رسول په پښتو، دري، انگليسي، فرانسوي او ايتالوي ژبو خبرې کولى شي، په عربي ژبه هم پوهېږي. د هغه تر ۳۰ پورې بېلابېل طبي آثار د امريکا او اروپا په چاپي رسنيو کې خپاره شوي دي.
زلمى رسول اوس د راتلونکي کال د ولسمشريزو ټاکنو نوماند دى.
د ملي جبهې مشر احمدضيا مسعود يې لومړى مرستيال او د باميانو پخوانۍ والي حبيبه سرابي يې دوه يمه مرستياله ده.
زلمي رسول واده نه دى کړى.