د نوماندو پېژندنه

د داکتر عبدالله عبدالله لنډه پېرژندنه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

داکتر عبدالله عبدالله، د غلام محي الدين خان زمريالي زوى دى، چې په ١٣٣٨ل کال په کابل کې زېږېدلى. پلار يې په افغانستان کې د شاهي دولت پر مهال د شورا په وروستيو کې له کندهار ولايت څخه انتصابي سناتور و.

داکتر عبدالله عبدالله په ١٣٥٥ل کال د کابل نادريه ليسه پاى ته رسولې او په ١٣٦٢ل کال کې يې د کابل پوهنتون په طبي څانگه کې خپلې لوړې زده کړې پاى ته رسولي دي.


داکتر عبدالله عبدالله له فراغت وروسته د کابل په نور روغتون کې د سترگو د داکتر په توگه كې دنده ترسره کړې ده.

نوموړي په ١٣٦٣ل کال کې پاکستان ته مهاجر شو او تر ١٣٦٤ل کال پورې د سيد جمال الدين افغان په روغتون کې دنده ترسره کړه.


ښاغلي عبدالله په ١٣٦٤ل کال کې د جهاد په جبهه کې شامل شو؛ لومړى د پنجشېر جبهې د روغتيايي سرپرست په توګه او وروسته په ١٣٧١ل کال کې د کابل تر آزاديدو پورې د احمد شاه مسعود د سلاکار او همکار په توگه دنده ترسره کوله.


داکتر عبدالله له ١٣٧١ل څخه تر ١٣٧٥ل پورې په کابل کې د ملي دفاع وزارت د دفتر رييس او وياند و.
د طالبانو لخوا د کابل له نيولو وروسته نوموړى له ١٣٧٥ل څخه تر١٣٨٠ل کال پورې په شمال کې د استاد برهان الدين رباني په مشرۍ د افغانستان د اسلامي دولت د بهرنيو چارو وزارت مرستيال او سرپرست و.


د طالبانو حکومت له ړنگيدو وروسته په ١٣٨٠ل کال کې په لنډمهاله او انتقالي حکومت کې د بهرنيو چارو وزير و ټاكل شو.


نوموړي پېنځه کاله د بهرنيو چارو د وزير په توگه دنده ترسره کړه او وروسته په ١٣٨٥ل کال په کابينه کې د بدلونونو په ترڅ کې داکتر رنگين دادفر سپنتا د هغه ځاى ناستى شو.

داکتر عبدالله عبدالله په وروستي ځل له وزارت وروسته له حزبي فعاليتونو پرته پر دولتي څوکيو دنده نه ده ترسره کړې.


نوموړي د تېرو ولسمشريزو ټاکنو پرمهال د تغيير او اُميد په نامه ائتلاف جوړ کړ، چې وروسته يې د ځينو سياسي گوندونو د مشرانو او د ولسي جرگې د ځينو غړيو په يوځاى کيدو په ملي ائيلاف واوښت.


عبدالله د يو شمېر سياسي گوندونو له مشرانو د جوړې شوې ملي متحدې جبهې غړى هم دى. که څه هم دې جبهې په لومړيو کې راتلونکيو ولسمشريزو ټاکنو کې د سيالۍ په موخه د يوه کانديد د وړاندې کولو خبره کوله؛ خو وروسته د جبهې د سر غړيو د راتلونکي کال په ټاکنو کې له بېلابېلو کانديدانو ملاتړ وکړ.
عبدالله په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د مخکښو کانديدانو له ډلې و، چې د راى شمېرنې په پايله کې له اوسني ولسمشر حامد کرزي وروسته ډېرې رايې ترلاسه کړې وې.


اوس نوموړى د راتلونکي کال د ولسمشريزو ټاکنو لپاره نوماند ؛ د حزب اسلامي غړى انجنير محمد خان يې لومړى مرستيال او د حزب وحدت اسلامي افغانستان مشر حاجى محمد محقق يې دوه يم مرستيال دى.
داکتر عبدالله عبدالله ويلي په هېواد کې د آرامۍ راوستل، خلکو ته د پتمن ژوند برابرول او د عادلانه او تلپاتې سولې راوستل يې له کاري لومړيتوبونو دي.


عبدالله واده کړی؛ يو زوی او درې لوڼې لري.

نوموړی په پښتو، دري او انگلېسي ژبو روانې خبرې کولی شي.



Trending

Exit mobile version