Connect with us

تازه خبرونه

د دایناسورانو نیکونه کیدی شي کوچني وي- پوهان

خپور شوی

د

(Last Updated On: چنګاښ ۱۸, ۱۳۹۹)

پوهانو ویلي، چې پخوا به دیناسور ته د غټو موجوداتو په توګه کتل کیدل؛ خو پدې اوونۍ کې د یوې نوې څېړنې پایلې خپرې شوې، چې یو بل لیدلوری انځوروي او وایي: کیدی شي دوی په لومړي سر کې کوچني وه.

داسې فکر کیده، چې دایناسور به دېر غټ و، خو په روانه اوونۍ کې د نویو څېړنو پایلو وښوده، چې کیدی شي دوی په لومړي سر کې کوچني وه.

د افریقا په ختیځ ساحل مدغاسکر ټاپو کې له لیدل شويو فوسیلونو څخه تر لاسه شوي معلومات په ډاګه کوي، چې دغو مخلوقات شاوخوا ۲۳۷ میلیون کاله دمخه ژوند کړی او یوازې ۱۰ سانتي متره لوړ ول.

ساینس پوهانو ويلي، چې دغه بېلګه کیدی شي د پتروسارسونو د اصل په روښانه کولو کې هم مرسته وکړي، چې وزر لرونکي دایناسورونه ول او په وخت کې یې پر آسمان واکمني لرله.

د شمالي کارولینا د طبیعي موزیم څېړونکي کریستین کامرر، چې په دې څېړنه کې یې برخه لرله په روانه اوونۍ کې د پوهنې اونیزې ته ویلي، چې عام درک دادی، چې دا موجودات غته بنه لرونکي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ خو دا نوی حیوان د دایناسورانو او پتروسارس کومه بله څانګه ده، چې ګونګوټې ته ورته ده.

دغه بېلګه کونګونافون کالي یا د حشرې کوچنی وژونکی نومول شوی، چې پر ۱۹۹۸ زېدیز کال په مدغاسکر کې د یوې ډلې لرغونپوانو په مشرۍ جان فلین د امریکا د نیویارک د طبیعي تاریخ په موزیم کې وموند.

دایناسوران او پتروسارسان د اورنیتو له کورنۍ دي او ریښه یې هم پېژندل شوې؛ ځکه، نو ډېرې لږ بېلګې د دې ریشې له اصل او نسبه موندل شوې دي.

د دې فوسیل او دې ته ورته د نورو شننه او وېشنه د سې شنبې پر ورځ د علومو د ملي اکادمۍ د مقالو په ټولګه کې خپاره شوي، چې کیدی شي د دغو بېلګو په اړه د ډېرو پوښتنو ځوابونه په کې وموندل شي.  

تازه خبرونه

جاپان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

په افغانستان کې د جاپان سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ډاګه کړه، چې د افغانستان د شمال له سیلاب ځپلیو خلکو سره به بېړنۍ مرستې وکړي.

د سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا مرستې به د جاپان د نړيوالې همکارۍ ادارې (JICA) له لارې د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې (IFRC) او افغاني سرې مياشتې ټولنې (ARCS) پر همکارۍ ترسره شي.

دا مرست خیمې، کمبلې او نور اړین توکي رانغاړي.

په یادې خبرپاڼه کې راغلي؛ جاپان پرېکړه کړې، چې ډېر ژر به د افغانستان د سيلاب ځپلیو خلکو د مرستې لپاره بېړنۍ مرستې وکړي. مونږ تل د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ یوو.

دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، چې په بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له کبله ۸ زره ۹۷۵ کورونه ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي دي.

روسیې هم د اړتیا په صورت کې د مرستې ژمنه کړې ده.

دا په داسې حال کې، چې د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) هم له اسلامي هېوادونو او مرستندویه ټولونو غوښتي، چې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره مرسته وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ترکیې سفیر د افغانستان سیلاب ځپلیو ته د ۶۷۰ ټنو مرستې اعلان وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

په کابل کې د ترکیې سفیر د اقتصاد وزارت له چارسمبالي سره په کتنه کې څرګنده کړې، چې سبا (جمعه د غویی ۲۸ ) ته به د افغانستان د وروستیو سیلاب ځپلیو لپاره د لومړنیو توکو څه باندې۲۰ ټنه مرسته راولېږدول شي.

د اقتصاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ جنګ اونال له دین محمد حنیف سره په کتنه کې له ترکیې څخه د ۶۵۰ ټنو نورو بشري مرستو له رالېدولو هم خبر ورکړی، چې په کې خیمې، خوراکي توکي، درمل، جامې او نور توکي شامل دي.

هغه دا ډاډ هم ورکړی، چې افغانستان ته به دا مرستې د اوسپنې‌پټلۍ له لارې د هرات تورغنډۍ بندر ته رادننه شي.

په دې کتنه کې دین محمد حنیف له دغو مرستو څخه د هرکلي تر څنګ ویلي، چې د ترکیې هېواد د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان یو ښه دوست او همکار پاتې شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملګري ملتونه غواړي په افغانستان کې د ځمکو خړبولو لپاره سولري پمپونه ولګوي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د سې شنبې پر ورځ ( د غویی پېنځه‌ویشتمه ) د ملګرو ملتونو د پروژې خدمتونو د دفتر (UNOPS) له اجرائیوي رییس جورج موریرا داسیلوا سره وکتل.

په دې کتنه کې جورج موریرا داسیلوا اداري مرستيال ته د خپلو تېرو هڅو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او څرګندوي؛ دا اداره غواړي، چې په افغانستان کې د سولري پمپونو پر لګولو د کرنيزو ځمکو د خړوبولو يوه نوې پروژه پيل کړي.

عبدالسلام حنفي د دې ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ ویلي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د (UNOPS) ادارې له هڅو ملاتړ کوي او د پروژو د پلي کولو لپاره یې لازمې اسانتیاوې برابروي.

ویل کیږي، چې عبدالسلام حنفي له ټولو نړیوالو مرستندویه بنسټونو وغوښتل، چې کروندګرو ته د کوکنارو د بدیل کښت او افغان ځوانانو ته د کار د زمینې په برابرولو کې همکاري وکړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!