تازه خبرونه

د درندې واورې له کبله د سالنګ لویه لار وتړل شوه

د حق‌شناس د څرګندونو له مخې؛ دغه پرېکړه د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي لپاره رامنځته شوې ده.

Published

on

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس څرګنده کړې، چې د درندې واورې، توپان او غبار له کبله د سالنګ لویه لار نن سهار ۵ بجې د مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو د تګ راتګ لپاره تړل شوې ده.

د حق‌شناس د څرګندونو له مخې؛ دغه پرېکړه د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي لپاره رامنځته شوې ده.

نوموړي ویلي، چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست کارکوونکي بشپړ چمتووالی لري او د هوا د ښه کېدا او د توپان له کمېدا سره سم به د واورو پاکولو چارې پیل او دا لویه لار به د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شي.

Trending

Exit mobile version