سیمه ییز خبرونه

د دریو ستونزو د شتون له امله تر اوسه د رایو بیا پلټنه نه ده پېل شوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د دریو ستونزو د شتون له امله تر اوسه د رایو بیا پلټنه نه ده پېل شوې.

کمیسیون وایي، د رایو د بیا شمېرلو او پلټنو چاره ځکه ځنډنۍ شوې، چې نړیوال څارونکي تر اوسه نه دي راغلی، له ولایتونو څخه کابل ته د رایو صندوقونه نه دي لېږدول شوي او نوی لیست هم نه دی چمتو شوی.

ټاکل شوې وه، چې د رایو د پلټنې بهیر په رسمي توګه د ملي او نړیوالو څارونکو په حضور کې پېل شوی وای، خو دا ځل هم دې کار ته ټاکل شوې نېټه شاته وغورځول شوه.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کمېشنر عزیز احمد بختیاري وایي، تر اوسه د رایو د پلټنو دوه ستونزې حل شوی او یواځې درې ستونزې پاتې دي څو ژر دا بهیر پېل شي.

که څه هم نوموړی نه وایي، چې کله به د رایو بیا پلټنه پېلېږي خو د رایو په تفتیش کې ځنډ د ملګرو ملتونو غوښتنه بولي.

د رایو بیا پلټنه یوه ستونزه وه، چې د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنې یي ټکنۍ کړې، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپل منځګړیتوب سره وکړای شو، دا لانجې حل کړي.

اوس پاتې بهیر باید د ټاکنو خپلواک کمیسیون پر مخ یوسي، چې کله به پېلېږي.

 

 

Trending

Exit mobile version