تازه خبرونه

د دفاع وزارت چارسمبالي د قطر له امیر سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۷, ۱۴۰۲)

نن ( پنجشنبه د وږي اووه‌لسمه ) د ملي دفاع وزارت چارسمبالي  محمد یعقوب مجاهد او د هېواد ستر درستیز د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني سره وکتل.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او بېلابېلو پرمختګونو بحث او خبرې شوې دي.

د ذبیح‌الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ د قطر امیر افغانستان یو دوست او ورور هېواد وباله او ښه نیت یې څرګند کړ.

د دفاع وزارت چارسمبالي د قطر له همکاریو مننه وکړه او د اړیکو د پراختیا ډاډ یې ورکړ.

ویل کیږي، چې محمد یعقوب مجاهد یو ځل بیا د افغانستان د ازادۍ په ترلاسه کولو او د اشغال په پای ته رسولو کې د قطر هېواد له همکارۍ او هوښیارانه منځګړیتوب څخه مننه وکړه.

Trending

Exit mobile version