تازه خبرونه
د دهیک ولسوالۍ د پولیسو قومندان په یو چاودنه کې ووژل شو
(Last Updated On: چنګاښ ۱۸, ۱۳۹۹)
سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې، چې د دهیک ولسوالۍ د پولیسو قومندان په یوه ماین چاودنه کې وژل شوی دی.
د غزني والي ویاند وحیدالله جمعه زاده ویلي، چې د یادې ولسوالۍ د پولیسو قومندان حبیب الله نن سهار څلورنیمې بجې د سړک غاړې په ماین چاودنه کې له خپلو دوه ساتونکیو سره وژل شوی دی.
ویل کیږي، چې وسلوالو طالبانو نن سهار د دې ولسوالۍ پر یو شمېر پوستو بریدونه کړي وه او نوموړی د د دغو نښتو د څارنې لپاره پر ګزمه اخته و، چې د سړک غاړ ي له ماین چاودنې سره مخ شو.
دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار همهاله د کندهار د شاولي کوټ پر امنیه قومندانۍ موتربم چاودنې ۱۷ کسانو ته مرګ و ژوبله رامنځته کړې ده.
طالبانو د دواړو پېښو د مرګ و ژوبلې مسوولیت منلی دی.