نړۍ

د دوبۍ اماراتو ایرلاین پر واکي ټاکونو بندیز ولګاوه

دې هوايي شرکت د جمعې پر ورځ په خپله اوبپاڼه کې یوه خبرپاڼه خپره کړه، چې له مخې یې؛ ټول هغه مسافر، چې دوبۍ ته سفر کوي له هغې ورسره د پیجرونو او واکي ټاکونو لیږدول منع دي.

Published

on

رویټرز راپور ورکړی، چې د دوبۍ اماراتو ایرلاینز د تېرې میاشتې د لبناني ډلې حزب الله د پیجرونو له له چاودنو وروسته په خپلو الوتنو کې مسافر د پیجرونو او واکي ټاکونو له لېږدولو منع کړل.

دې هوايي شرکت د جمعې پر ورځ په خپله اوبپاڼه کې یوه خبرپاڼه خپره کړه، چې له مخې یې؛ ټول هغه مسافر، چې دوبۍ ته سفر کوي له هغې ورسره د پیجرونو او واکي ټاکونو لیږدول منع دي.

په دې خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې که کوم منع شوي توکي وموندل شي؛ نو د دوبۍ د پولیسو لخوا به د سختو امنیتي تدابیرو د یوې برخې په توګه ضبط شي.

د سپټمبر په خونړیو بریدونو کې د حزب الله زرګونه پیجرونه او په سلګونه راډیوګانې وچاودېدې، چې پر پراخه کچه یې پړه پر اسرائیلو اچول شوې ده؛ خو اسرائیلو یې پړه منلې نده.

د منځني ختیځ ترټولو لوی هوایي شرکت هم اعلان وکړ، چې عراق او ایران ته الوتنې به تر سې شنبې پورې وځنډول شي. په داسې حال کې، چې اردن ته به یې خدمات د یکشنبې پر ورځ بیا پیل شي.

رویټرز راپور ورکړی، چې یو شمېر نورو هوایي شرکتونو هم بیروت او نورو سیمه‌ییزو هوایي ډګرونو ته الوتنې ځنډولې دي.

Trending

Exit mobile version