بی بی سی پښتو
د دوبۍ پولیسو هغه ډله نیولې چې د هوټل برنډه کې یې لوڅ عکسونه اخیستي
په دوبۍ کې یوه ډله کسان په دې تور نیول شوي چې د یوې لوړې ودانۍ پر برنډې یې لوڅ عکسونه اخیستي. پر دوی په عام محضر کې د عیاشۍ تور لګېدلی دی.
په یوې ویډیو کې چې پر انټرنټ خپره شوې ښکاري چې اته بربنډې ښځې پر برنډې عکسونه اخلي.
دوبۍ کې د روسیې قونسلګري وايي په نیول شویو کې اته یې روسۍ دي او “جدي” تورونه پرې لګېدلي.
په دوبۍ کې په عام محضر کې د عیاشۍ سزا شپږ میاشتې بند او ۵۰۰۰ درهمه نقدي جریمه ده چې څه کم ۱۰۰۰ امریکايي ډالره کېږي.
د متحده عربي اماراتو ډېری قوانین شرعي دي او په تېر کې خلک د ځان لوڅولو او همجنسخوښۍ پورې تړلو اړیکو په تور نیول شوي.
د دوبۍ مرینا سیمه کې د کابو لسو ښځو عکسونه خپاره شوي. خو روسۍ رسنۍ وايي چې ۴۰ کسان په دې عکس اخیستلو کې ښکېل ول.
د روسیې قونسلګرۍ ویلي، تورن کسان د مرستې غوښتلو لپاره ورغلي وو، خو ډېره ګرانه ده چې قونسلګرۍ دې څه وکړای شي.
روسۍ نیا ناووستي رسنۍ وايي، د عکاسۍ پر تنظیموونکي ښايي یو نیم کال قید وخېږي.
د دوبۍ پولیسو خبرداری ورکړی چې هر هغه څوک چې پورن مواد او یا داسې څه خپاره کړي چې د عامه خلکو پر اخلاقو ناوړه اغېز وکړي بندي او جریمه کېږي.
د پولیسو په یوه بیان کې راغلی “دا ډول د نه منلو وړ چلن د امارتي ټولنې د ارزښتونو او اخلاقو ښکارندويي نه کوي.”
هر هغه څوک چې په اماراتو کې ژوند او سیاحت کوي د دې قانون تابع دی، د سیلانیانو له پاره هېڅ استثنا نشته.
په ۲۰۱۷ کال کې یوه بریتانیوۍ ښځه یو کال بندۍ شوه ځکه له داسې چا سره يې په خپله خوښه سکس کړی و چې پرې واده نه وه.
خبره وروسته له هغه رسوا شوه چې ښځې چارواکو ته شکایت وکړ چې دا کس له ګواښونو ډک پیغامونه وراستوي.