تازه خبرونه

د دوحې خپلمنځي خبرې باید بل ځای ته ولېږدول شي – افغان دیپلومات

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۵, ۱۳۹۹)

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفیر جاوید احمد رویټرز ته ویلي، چې په دوحه کې د سولې خپلمنځي خبرو ځای باید بل ځای ته ولېږدول شي.

جاوید احمد زیاته کړې، چې د سولې خبرې باید په یو ځای کې نه وي، بلکې اروپا، آسیا، مینځني ختیځ نورو هېوادونو یا افغانستان ته دې ولېږدول شي.

هغه ویلي؛ طالبانو، چې پر ۲۰۱۳ زېږدیز کال په قطر کې دفتر پرانیست؛ اوس په کې هوسا او راحته پراته دي؛ خو مونږ غواړو، چې  دوی له دې آرام ځایه راوباسو.

نوموړي زیاته کړې: قطریانو کولی شول د کوبه هېواد په توګه پر وسلوالو طالبانو فشار راوړي، چې تاوتریخوالی کم او یا اوربند اعلان کړي؛ خو د ډاډ وړ هڅې نکوي

د رویټرز د څرګندونو له مخې، قطري چارواکو له رسنیو سره خبرې ندي کړي؛ خو د قطر یوه چارواکي مخکې ویلي وه، چې په افغانستان کې د خلیج هېوادونه غواړي د سولې او امنیت راوستو لپاره تاوتریخوالی کم  او سوله رامنځته شي.

روسیه او ترکیه به په نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې د سولې خبرو کوربه وي.

جاوید احمد ویلي، د واک د لیږد یوازنۍ لار د ټاکنو ترسره کیدل دي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ طالبانو ویلي، چې د سولې خبرو ته ژمن دي.

د طالبانو او افغان حکومت تر منځ خبرې د سږکال په سپټمبر کې بیا پیل شوې؛ خو تر دې دمه ترې پایلې ته نه دي رسیدلي.

Trending

Exit mobile version