تازه خبرونه
د دوحې خپلمنځی ناستې ته حکومتي پلاوي پر اسلامي جمهوریت ټینګار وړاندې کړ
د حکومت مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي تېره ورځ له طالب استازیو سره په خبرو کې د اسلامي جمهوریت په جوړښت کې د اوسني دیموکراتیک نظام پر خوندي کولو ټینګار څرګند کړی دی.
معصوم ستانکزي ویلي؛ د افغانستان خلک له تېرو ۴۰ کلونو راپدیخوا د داسې یوې جګړې قرباني شوي، چې پرې تپل شوې ده.
نوموړي زیاته کړې؛ اوسنی نظام ټولو هېوادونو په رسمیت پېژندلی دی. په داسې حال کې، چې د افغانستان له اسلامي جمهوریت مخکې دغه هېواد له نړیوالو اړیکو بې برخې پاتې و.
هغه دا هم ویلي؛ افغانستان د اسلامي زدکړو په برخه کې هم پرمختګونه لري، چې په تېرو څلوېښت کلونو کې بېساري دي.
نوموړی څرګندوي؛ د سلګونه جوماتونو پر جوړولو او رغولو سربېره د هېواد په ښوونیزو او روزنیزو بنسټونو کې اسلامي ثقافت او ښوونه پیاوړې شوې او له زر ډېر د دیني زدکړو مرکزونه په ځانګړي توګه مدرسې، دارالعلومونه او داراالحفاظونه رامنځته شوي دي.
د مرکچي پلاوي مشر ټینګار کړی، چې د هېواد اوسنی جمهوري نظام او اساسي قانون مو د ملت د وصل او تړاو بنسټیز ټکي دي.
ستانکزي ټینګار کړی: اوسنی اساسي قانون، چې د پرېکړې سترې او مهمې مرجع یعنې لویې جرګې تصویب کړی، د هېواد په تاریخ کې بېساری دی. دا قانون په سیمه کې او د نړۍ د ۲۳ اسلامي هېوادونو د قانون په پرتله، چې د دولت دین یې اسلام دی د اسلامي ارزښتونو د ساتنې له مخې له غوره قوانینو څخه دی.
هغه زیاته کړې، چې د یوه هېواد نظام او جوړول کلونه زیار او قربانۍ غواړي؛ خو ویجاړی او ورانی یې بس څو شېبې غواړي.
معصوم ستانکزي په پوره ټینګار څرګنده کړې، چې سوله باید د شاتګ او د جوړښتونو د ړنګولو په معنا نه وي، بلکې د اسلامي نظام په جوړښت کې یې، چې له سیمه ییز او نړیوال اعتباره برخمن وي؛ د ژغورنې، ساتنې او هڅونې لپاره هڅې وکړو.
هغه دغه راز ویلي؛ همدا اوس چې مونږ دلته ناست یو په هېواد کې مو په لسګونه ځوانان شهیدان، میندې بورې، خویندې مو کونډې او بچیان مو یتیمان کیږي. د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې، له تېرو لس کلنو راپدیخوا مو هر کال شاوخوا لس زره ملکي تلفات لرلي دي. یوازې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې مو ۲۷۹۵ ملکي او بېګناه وګړي وژل شوي او ټپیان دي.
هغه د دواړو لوریو استازیو ته څرګنده کړه؛ دا، چې چا ډېر او یا کم وژلي اصلاً د بحث وړ خبره نده. مهمه خبره دا ده، چې ولې او په کوم جرم افغانان وژل کیږي؟
نوموړي ټینګار کړی، چې حکومت دایمي سولې ته د رسیدو لپاره ټینګه اراده او عزم لري او دایې په عمل کې ثابته کړې ده. د افغانستان دولت له ۵۵۰۰ څخه زیات بندیان له کوم قید او شرط پرته او سولې ته د رسیدو په هیله خوشې کړل.
هغه ویلي؛ د مذاکراتو د کامیابۍ یو مهم راز سولې لپاره کلکه اراده ده او دواړه لوري باید سولې ته د رسیدو لپاره یو مشترک درک ولري. که دغه اصل موجود نه وي؛ نو که هرڅومره زیار وایستل شي سوله به ممکنه نه وي.
نوموړي دا هم ویلي؛ په دې کې هیڅ شک نشته، چې مونږ او تاسې د یوه هېواد د وګړیو په توګه هر یو خپل دردونه، ترخې تجربې او د مذاکراتو لپاره خپلې غوښتنې، ملاحظې او شرایط لرو او سولې ته د رسیدو لپاره بېلابیل فکرونه او نظرونه لرو؛ خو یقین لرم، چې دا راټول شوي وروڼه او خویندې د سولې لپاره اجماع لري؛ ځکه بله لاره نشته.
هغه په هېواد کې سولې ، امنیت او ثبات ته د رسیدو لپاره څرګنده کړې؛ زمونږ د خلکو تر ټولو ستر او مهم لومړیتوب په هېواد کې د وینې بهیدنې مخنیوی دی. دا، چی هر عنوان ورکوو؛ خو د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم باید د خلکو امنیت او مصؤنیت ته پاملرنه وشي.
هغه سیاسي مشارکت یو ستونزمن بحث بولي؛ خو وایي، چې د هېواد د راتلونکي لپاره ډېر زیات مهم دی، ځکه، نو باید د دې کار د عملي کیدو لپاره پر یوه کړنلار خبرې او مشورې وکړو. لازمه ده، چې د دغې موضوع پر هر اړخ باندې دقیقې خبرې وکړو، چې یوې معقولې حل لارې ته ورسیږو.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د هېواد بیا رغونه، د بشري خدماتو رسول، فقر سره مبارزه، د مهاجرینو بېرته راستنیدل، نړیوال ضمانتونه هغه بحثونه دي، چې وروسته بیا خبرې پرې کیږي.
په پای کې نوموړي دا ډاډ هم څرګند کړ؛ لکه، څرنګه مو، چې په هیواد کې دردونه ګډ دي د سولې په بهیر کې به مو بریاوې هم ګډې وي.
تازه خبرونه
په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګهونې فرصتونه
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوهاړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.
تازه خبرونه
که په واک کې ښه چارواکي وای، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته به خلکو آزاد تګ راتګ کاوه – اڅکزی
هغه په یوه غږیزه خپرونه کې ویلي، چې نور هېوادونه لکه روسیه، جرمني او بریټانیا، له تاریخي جګړو سره – سره نن خلاصې پولې لري؛ یوازې یوه «کاغذي کرښه» یې ترمنځ پاتې ده او د څارنې او ارزونې هیڅ کومه سخته ارزونه نشته.
د پاکستان په ملي شورا کې د اپوزیسیون مشر او د پښتونخوا د عوامي ملي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي، چې که ښه مشران په واک کې وای: نو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې به خلکو آزاد تګ راتګ کولی شو.
هغه په یوه غږیزه خپرونه کې ویلي، چې نور هېوادونه لکه روسیه، جرمني او بریټانیا، له تاریخي جګړو سره – سره نن خلاصې پولې لري؛ یوازې یوه «کاغذي کرښه» یې ترمنځ پاتې ده او د څارنې او ارزونې هیڅ کومه سخته ارزونه نشته.
اڅکزي زیاته کړې، کېدی شو؛ په سیمه کې ورته وضعیعت رامنځته شوی وای.
هغه ټینګار کړی: «دلته ستونزه څه ده؟ پنجابي په کندهار کې نڅا کوله او پښتانه دلته راتلل. که څه هم مونږ په ښکاره یو هېواد نهیوو، خو کولی مو شو په عمل کې یو هېواد واوسو.»
هغه د شوروي اتحاد او امریکا لهخوا پر افغانستان د یرغل یادونه وکړه او څرګندوي؛ افغانستان حق لري، چې له دې هېوادونو د جګړې د زیانونو او بیارغونې لپاره د تاوان غوښتنه وکړي.
دې پاکستاني سیاستوال له پښتنو سره د پاکستان د حکومت پر چلند نیوکه کړې او ادعا کوي، چې په ځینو ښارونو لکه لاهور او کراچۍ کې هغوی نیسي او جبري ایستل کیږي.
تازه خبرونه
د کونړ زلزلهځپلو ته په ننګرهار کې نمرې وویشل شوې
د دې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ یاد ښارګوټی د معیاري ښاري پلان له مخې طرحه شوی، چې په کې د اوسېدو د نمرو تر څنګ سړکونه او بنسټیزې آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د کونړ ولایت هغو زلزلهځپلو کورنیو ته، چې د وروستۍ زلزلې له کبله یې کورونه ویجاړ شوي وه؛ د ننګرهار ولایت د ښېوې ولسوالۍ د ګمبیري د اړوند سیمې په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې د نوي جوړ شوي ښارګوټي استوګنیزې نمرې وېشلي دي.
د دې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ یاد ښارګوټی د معیاري ښاري پلان له مخې طرحه شوی، چې په کې د اوسېدو د نمرو تر څنګ سړکونه او بنسټیزې آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.
دغه راز په دې ښارګوټي کې د ښوونځي، مدرسې، جوماتونو، روغتیایي کلینیک او هدیرې لپاره ځانګړې ځمکې پر نښه شوې دي، چې اوسېدونکو ته د یو منظم او باعزته ژوند بشپړ چاپېریال برابر شي.
خبرپاڼه زیاتوي؛ په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر نجیبالله حیات حقاني د ننګرهار ولایت د والي مرستیال مولوي غلام الرحمن حیدري، د علماوو شورا رییس او د زلزلهځپلو د مرکزي کمیسیون مشر شیخ خیر محمد فاروقي، د کونړ د جهادي مدرسې مشر شیخ عبدالقهار صدیقي، د ننګرهار ولایت د مقام استازی شمس العارفین او یو شمېر نورو مسوولانو ګډون کړی و.
د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر نجیبالله حیات حقاني دغو مراسمو ته په وینا کې ویلي؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې زلزلهځپلې کورنۍ پیاوړې کړي او د ټولنې د فعالو غړو په توګه یې وروزي، چې د مرستې له اخیستونکو څخه د مرستې کوونکو کچې ته ورسېږي.
نوموړي د دې پلان پر ارزښت ټینګار وکړ او وایي: دا «پلان هغه ګټوره نسخه ده، چې خړه دښته د سرو زرو پر ارزښت بدلوي او د انساني ټولنې د پرمختګ لپاره عملي کېږي.»
ویل کیږي، چې د ننګرهار ولایت د مقام استازي شمس العارفین څرګنده کړې، چې د ننګرهار ولایت مقام د زلزلهځپلو د ملاتړ او د یاد ښارګوټي د ښه مدیریت لپاره د هر راز همکاریو ډاډ ور کړ.
-
سوداگري3 days agoله قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی
-
تازه خبرونه4 days agoد ملګرو ملتونو خبرداری: د مرستو کمښت په افغانستان کې د ماین پاکۍ بهیر ځنډولی
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoامریکا په هرمز تنګي کې د بندو کښتیو د خوندي لېږد چارې پیل کړې
-
تحول5 days agoتحول: د ایران په اړه د ټرمپ متضادې څرګندونې
-
سوداگري4 days agoد ۱۲ پراختیایي پروژو تائید؛ د بنسټیزو برښنایي، ټرانسپورټي او ودانیزو چارو پر پراختیا ټینګار
-
تازه خبرونه5 days agoد کورنیو چارو او کار وزیرانو د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو خبرې وکړې
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoپه بېجینګ کې لوړپوړې خبرې؛ په هرمز تنګي کې د امریکا او ایران پر کړکېچ ټینګار
-
نړۍ2 days agoسپینې ماڼۍ ته نږدې نښته؛ یو وسلهوال ټپي او روغتون ته ولېږدول شو
