تازه خبرونه
سویلي کوریا په افغانستان کې له کورونا سره د مبارزې لپاره یو میلیون دالر ځانګړي کړل
سویلي کوریا په افغانستان کې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره یو میلیون دالر مرسته ځانګړې کړې ده.
دغې موخې ته د رسیدلو لپاره نن په کابل کې د سویلي کوریا سفارت له روغتیا نړیوالې ټولنې سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د روغتیا نړیواله ټولنه څرګندوي؛ دغه اداره به د شپږ میاشتو په موده کې د پروژې پلي کولو لپاره بودجه ترلاسه او هغه به په افغانستان کې زیان منونکیو خلکو ته د غوره روغتیایي خدمتونو پر برابرولو ولګول شي.
د سویلي کوریا او روغتیا نړیوالې په ګډه اعلامیه کې راغلي؛ تمه دهو چې دغه پروژه به د ۱۵ کاري ډلو لخوا د بېلګو کیتونه چمتو کوي. دوی به په ټول هېواد کې د کرونا ویروس د کتنې هڅې ګړندۍ کړي. په دې توګه دوی کولی شي د ۴۰۵۰۰ خلکو بېلګې راټولې او وګوري.
دې ادارې زیاته کړه، چې دوی د عامې روغتیا ریاست ته تشخیص کیتونه چمتو کوي، چې ورسره به د ۵۰۰۰۰ کسانو د کتلو وړتیا برابره شي.
د مرستې دغه هوکړه لیک د سویلي کوریا د سفیر ژا هایونګی او په افغانستان کې د دبلیو اچ د استازي ریچارد پیپرکورن لخوا لاسلیک شو.
دوی یادونه وکړه، چې افغانستان د پام وړ لومړۍ څپه بریالۍ کړې؛ خو هرڅوک باید دوه یم پړاو ته چمتو وي.
عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي؛ که خلک د دې ناروغۍ پر وړاندې روغتیایي سپارښتنو ته پام و نکړي، دوه یمه څپه به یې دوه میاشتې وروسته له لوړۍ هغې مرګونې وي.
د رسمي شمېرو له مخې، تازه تېرو څلیریشت ګړیو کې څلوېښت کسان پدې ویروس اخته شوي او لس نور ترې مړه دي.
افغانستان کې څو میاشتې کیږي، چې د کرونا وبا د مثبتو پېښو شمېر مخ په کمېدو دی؛ خو اوس لیدل کيږي، چې د ځینو هېواد والو بهرنیو سفرونو او د سړې هوا له رالګیدو سره د کرونا وبا مثبتې پېښې دېرې شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت د دې وبا له دوه یمې څپې سره د مقابلې لپاره د تیاري ک خبره کوي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور ویلي؛ خلک باید روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیسي او که نه د کرونا ویروس دوه یمه څپه به ستر ګواښ وي.
د خلکو ژوند اوس له کرونا وروسته بېرته عادي شوی او هیڅ څوک نه لیدل کیږي، چې روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي.
د رسمي څرګندونو له مخې، په تېرو څلیریشتو ګړیو کې څلویښت کسان په دې ویروس اخته شوي او لس نور مړه دي.
اوس؛ نو پدې ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۸۸۵۵ او د مړه شویو هغه ۱۴۳۶ کسانو ته رسیدلی دی.
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
تازه خبرونه24 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
نړۍ22 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
لوبی23 hours ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري