تازه خبرونه

د دوحې د هوکړې د بیا کتنې په اړه له افغان چاواکو سره اړیکې لرو- امریکا

Published

on

(Last Updated On: کب ۶, ۱۳۹۹)

د پنټاګون د رسنیو مسوول د چارشنبې پر شپه څرګنده کړې، چې دوی د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوي تړون د بیاکتنې په اړه له افغان چارواکو سره خبرې روانې ساتلي دي.

د پنټاګون د رسنیو مسوول جان کربي ویلي، چې ټاکلې نېټې ته په پاملرنه پنټاګون او ټول ګډ احساس لري… خو مونږ غواړو دا کار ډاډمن او بریالی تر سره کړو او غواړو، چې په دې کې زمونږ، متحدینو او افغانانو امنیتي ګټې خوندي شي.

جان کربي په دې اړه، چې آیا د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټین پدې اړه له ولسمشر اشرف غني سره مستقیمې خبرې کړي؛ وویل: زه نور څه نلرم، چې تاسې ته یې وړاندې کړم؛ خو زه به تاسې ته د هغه( لویډ آسټین) له مشورو، چې له متحدینو او همکارانو سره شوې څرګندونې ولرم.

جان کربې دغه راز ویليو چې د دوحې د هوکړې بیاکتنه یو طبیعي کار دی.

هغه په دې اړه ویلي؛ خلک باید باور ولري، چې مونږ دې ته پوره پاملرنه لرو. مونږ غواړو، چې له خپلو افغان همکارانو سره پر جزئیاتو ښه پوه شو.

دا څرګندونې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن له هغو څرګندونو یوازې درې ورځې وروسته راپورته کیږي، چې امریکا په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي او هر اړخیز اوربند ملاتړ کوي.

د شنبې پر ورځ د ملي پخلاینې عالي شورا د مشر او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلینکن تر منځ  ټیلیفوني خبرې شوي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي: امریکا د یو ښه او تلپاتي سیاسي جوړجاړي او دایمي  پرمختګه ملاتړ کوي.

عبدالله ویلي، چې په دې خبرو کې د افغانستان وضعیت او د افغانستان د سولې د بهیر پر ګړندي کولو خبرې شوې وې.

Trending

Exit mobile version