تازه خبرونه

د دوحې ناستې د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې د یووالي پیغام پیاوړی کړ- رینا امیري

Published

on

(Last Updated On: کب ۵, ۱۴۰۲)

د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې ویلي، چې په دوحه کې د ملګرو ملتونو وروستۍ غونډې د افغانانو د یووالي او د نړیوالې ټولنې د ملاتړ پیغام پیاوړی کړی دی.

رینا امیري د شنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې کتنه کې ټینګار وشو، چې هېوادونه د اقتصادي ثبات، امنیت او د خلکو د حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو د درناوي لپاره د افغانانو له هڅو ملاتړ کوي.

هغې زیاته کړې؛ د افغانستان د مدني ټولنې استازو له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان د امنیتي وضعیت د ارزونې پر مهال د افغان ښځو “غیر معمولي وضعیت” او په بحثونو کې د ښځو او مدني ټولنې د ونډې ارزښت په پام کې ونیسي.

د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړيو استازو غونډه شپږ ورځې مخکې د ملګرو ملتونو له لوري په دوحه کې جوړه شوې وه.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ هم د دې غونډې په اړه تېره ورځ ویلي وه، چې اوس هم په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه قوي اجماع شته.

هغه زیاته کړه؛ هیڅ هېواد نه‌غواړي، چې له افغانستان څخه د تروریزم د ګواښ د راڅرګندیدو شاهد وي او هرڅوک غواړي، چې ښځې او نجونې منځنیو ښوونځیو، پوهنتونونو، کار او عادي ژوندانه ته راستنې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د دوحې په دوه‌یمه ناسته کې له نورو استازیو پر ګډون نیوکه وکړه او د خپل استازیتوب، تعامل او خبروغوښتنه یې راپورته کړه، چې بیا اسلامي امارت د دغو غوښتنو د نه منل کېدو له کبله په دې ناسته کې خپل ګدون رد کړ.  

Trending

Exit mobile version