Connect with us

تازه خبرونه

د دوحې په غونډه کې ګډون بې‌ګټې دی – بهرنیو چارو وزارت

خپور شوی

د

Last Updated on: سلواغه ۲۹, ۱۴۰۲

د بهرنیو چارو وزارت د دوحې په ناسته کې د ګډون په اړه ویلي، چې اسلامي امارت په دې ناسته کې د یوه مسوول اړخ په توګه د ګډون غوښتونکی و؛ خو په دې برخه کې د پرمختګ د نه‌شتوالي له کبله خپل ګډون بې‌ګټې بولي.

د بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ورځ (د سلواغې اته‌ویشتمه) د دوحې په غونډه له نه‌ګډون خبر ورکړ.

دغه وزارت زیاته کړې، که ملګري ملتونه د افغانستان شته حقایق درک کړي او د ځینو خواوو تر نفوذ او فشار لاندې را نه‌شي؛ نو بیا شونې ده، چې له اسلامي امارت سره په خبرو کې پرمختګ رامنځته شي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوترش پر مشرۍ د دوحې غونډه د جنجالي او اختلافي مسلو په اړه د خبرو لپاره  یو “ښه فرصت” دی.

ټاکل شوې، چې د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړيو استازو دوه‌یمه غونډه د یکشنبې او دوشنبې پر ورځ په دوحه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي پر کوربه‌توب جوړه شي.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوه زره اووه سوه یویشتم پرېکړه لیک پر بنسټ د افغانستان پر خپلواکه ارزونه نومي راپور بیاکتنه ترسره شي.

اسلامي امارت له دې مخکې څرګنده کړی وه، چې په دې غونډه کې یې د ګډون بلنه ترلاسه کړې ده.

ویل کیږي، چې څه موده مخکې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي ویلي وه، چې که د اسلامي امارت شرطونه په پام کې ونه‌نیول شي؛ د دوحې په غونډه کې به ګډون ونه‌کړي.

تازه خبرونه

پاکستان بې‌اسناده افغان کډوالو ته د جولای تر لسمې د وتلو وروستۍ نېټه وټاکله

د پاکستان کورنیو چارو وزارت ولایتي ادارو، د پولیسو مشرانو او د اسلام‌آباد ادارې ته لارښوونه کړې، چې دا پرېکړه عملي کړي. د جولای له لسمې وروسته به د بې‌اسناده افغانانو پر ضد عملیات پیل شي او هر هغه څوک، چې معتبر قانوني اسناد ونه‌لري؛ وبه‌نیول شي.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۹, ۱۴۰۵

پاکستان بې‌اسناده افغان کډوالو ته د جولای تر لسمې پورې له دغه هېواده د وتلو وروستۍ نېټه ټاکلې او چارواکو ته یې سپارښتنه کړې، چې له دې نېټې وروسته په ټول هېواد کې د هغو افغانانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي، چې قانوني اسناد نهلري.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت ولایتي ادارو، د پولیسو مشرانو او د اسلام‌آباد ادارې ته لارښوونه کړې، چې دا پرېکړه عملي کړي. د جولای له لسمې وروسته به د بې‌اسناده افغانانو پر ضد عملیات پیل شي او هر هغه څوک، چې معتبر قانوني اسناد ونه‌لري؛ وبه‌نیول شي.

د جولای له یوولسمې څخه به ولایتي ادارې هره ورځ د کورنیو چارو وزارت ته راپورونه استوي، چې په کې به د موندل شویو بې‌اسناده افغانانو شمېر، د هغوی پر وړاندې ترسره شوي اقدامات او قانوني یا توقیفي وضعیت شامل وي.

د کورنیو چارو وزارت دا عملیات لومړیتوب بللی او د هېواد پر کچه یې په دې اړه د بېړنيو هڅو غوښتنه کړې ده.

دا پرېکړه په داسې وخت کې کیږي، چې د امنیتي اندېښنو له کبله د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې دي.

پاکستاني چارواکي تل ادعا کوي، چې وسله‌والې ډلې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه تنظیموي؛ خو اسلامي امارت دا ادعاوې پرله‌پسې رد کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

یوناما پر افغانستان د پاکستاني پوځ په وروستيو هوايي بریدونو کې د ۷۷ کسانو مرګ او ژوبله تائید کړه

دې بنسټ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دغو بریدونو په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم لیدل شوي دي.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۹, ۱۴۰۵

 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) د پاکستاني پوځي رژیم په وروستیو هوايي بریدونو کې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د ۲۸ ملکي وګړو وژنه او د ۴۹ نورو ټپي کېدل تائید کړي دي.

دې بنسټ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دغو بریدونو په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم لیدل شوي دي.

د یوناما د څرګندونو له مخې، د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ په هوايي برید کې ۲۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۷ نور ټپیان دي. همدارنګه د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ په برید کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او د کونړ د مرورې ولسوالۍ په برید کې دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

یوناما په دې خبرپاڼه کې د ملکي وګړو پر خوندیتوب او د نړیوالو قوانینو پر درناوي ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د څرګندونو له مخې، د پاکستاني پوځي رژیم په هوايي بریدونو کې ۳۶ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۱۶۳ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار شو؛ اسلام‌آباد ته د هوايي بریدونو په تړاو پرېکنده اعتراض وړاندې شو

د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه د افغانستان د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو په ځینو سیمو کې د ملکي وګړو پر استوګنیزو کورونو هوايي بریدونه کړي، چې د راپورونو له مخې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶ عام ولسي وګړي «شهیدان» او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي.

Published

on

 

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په کابل کې یې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړ او د افغانستان د هوايي حریم د نقض او د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د ملکي وګړو پر کورونو د بریدونو په‌اړه  ورته پرېکنده اعتراض وړاندې شوی دی.

د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه د افغانستان د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو په ځینو سیمو کې د ملکي وګړو پر استوګنیزو کورونو هوايي بریدونه کړي، چې د راپورونو له مخې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶ عام ولسي وګړي «شهیدان» او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي.

دغه بریدونه د اسلامي امارت له‌خوا له نړیوالو اصولو، بشري قوانینو او ملي حاکمیت څخه ښکاره سرغړونه بلل شوې او پر سختو ټکو یې غندلي دي.

د اسلامي امارت د څرګندونو له مخې، پاکستان له دې وړاندې هم د ځینو امنیتي پېښو او چاودنو په تړاو افغانستان بې‌له معتبره شواهدو تورن کړی او دا ډول کړنې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا ته زیان رسوي او د زور له لارې د ستونزو د حل تګلاره ناکامه بلل کېږي، چې د سیمه‌ییز ثبات لپاره منفي پایلې لري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117