تازه خبرونه

د دوشنبې پر ورځ به له پوتین او زیلینسکي سره خبرې وکړم – ټرمپ

ټرمپ تېره اوونۍ په خلیج کې د سفر پر مهال د خبرو اترو لپاره ترکیې ته په داسې حال کې د سفر وړاندیز وکړ، چې که پوتین د اوکراین په خبرو کې ګدون وکړي؛ خو پوتین یې وړاندیز ونه‌مانه.

Published

on

د رویټرز د راپور له مخې؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې پر ورځ ویلي، چې هغه به د دوشنبې پر ورځ د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره د اوکراین د جګړې د بندولو په اړه خبرې وکړي.

ټرمپ تېره اوونۍ په خلیج کې د سفر پر مهال د خبرو اترو لپاره ترکیې ته په داسې حال کې د سفر وړاندیز وکړ، چې که پوتین د اوکراین په خبرو کې ګدون وکړي؛ خو پوتین یې وړاندیز ونه‌مانه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پوتین او د اوکراین پر ولسمشر ولادمیر زیلینسکي فشار راوړی، چې د درې کلنې جګړې پر اوربند هوکړه وکړي.

د دې راپور له مخې؛ ټرمپ په خپله ټولنیزه پاڼه Truth Social کې لیکلي، چې له پوتین سره به ټیلیفوني اړیکه د دوشنبې پر ورځ پر ختیځ وخت د سهار پر ۱۰ بجو ټینګه شي.

هغه زیاته کړې: “د دې اړیکې موضوع به؛ د ‘وینې بهېدل’ بندېدل وي، چې په منځنۍ کچه په اوونۍ کې له ۵۰۰۰ څخه ډېر روسي او اوکرایني سرتېري وژني او سوداګري وي.”

ټرمپ زیاته کړې، چې وروسته به له زیلینسکي او د ناټو له بېلابېلو غړو سره خبرې وکړي.

هغه لیکلي: “هیله ده، چې دا به یوه ګټوره ورځ وي. اوربند به په کې وشي او له تاوتریخوالی ډکه جګړه، داسې یوه جګړه، چې باید هیڅکله نه وای شوې؛ پای ته ورسیږي.”

روسیې د اوکراین په شخړه کې د امتیازاتو ورکولو لپاره لږ لېوالتیا ښودلې ده.

یوه لوړ پوړي اوکرایني چارواکي، چې له خبرو اترو سره بلد دی د جمعې پر ورځ مخکې له دې، چې دوی اوربند ته غاړه کېدي؛ رویټرز ته وویل: د استانبول د سولې په خبرو اترو کې د روسیې مذاکره کوونکو له اوکراین څخه وغوښتل؛ خپل سرتېري دې له ټولو هغو اوکرایني سیمو څخه وباسي، چې مسکو یې ادعا لري.  

Trending

Exit mobile version