تازه خبرونه

د دولتي کارکوونکو معاشونه د روانې سلواغې په میاشت کې ورکول کېږي

ذبیح الله مجاهد نن (پنجشنبه د سلواغې یوولسمه) په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د مالیې وزارت د معاشونو له ورکړې ډاډ څرګندوي او زیاتوي؛ هیڅوک دې پدې اړه اندېښنه نه‌کوي.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند وايي، چې د روانې میاشتې (سلواغې) په جریان کې به د ټولو یو میلیون او څلوېښت زره دولتي کارمندانو معاشونه ورکړ شي.

ذبیح الله مجاهد نن (پنجشنبه د سلواغې یوولسمه) په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د مالیې وزارت د معاشونو له ورکړې ډاډ څرګندوي او زیاتوي؛ هیڅوک دې پدې اړه اندېښنه نه‌کوي.

هغه زیاته کړې: “د هېواد بودجه کورنی بنسټ لري؛ د بهرنیو مرستو د کولو یا نه کولو پورې اړه نه‌لري.”

Trending

Exit mobile version