1393ټاكنې

د دولت د درې گونه قواوو مشران او جهادي رهبران به له نوماندانو سره وغږیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ټاکل شوې ده، چې نن(د وږي ۲۸) به د دولت د درې گونه قواوو د مشرتابه غړِي او جهادِ رهبران د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو سره خبرې اترې وکړي، چې چټکې پایلې ته ورسیږي.

دغه پرېکړه د دولت د درې گونه قواوو د مشرتابه د غړِيو او جهادِ رهبرانو په گډه ناسته کې، چې د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ جوړه شوې، رامنځته شوې ده.

په دې ناسته کې گډونوالو د ټاکنو پر اوږدیدو اندېښنه وښوده اود خلکو اندېښنې یې هم په ډاگه کړې.

په دې ناسته کې ټینگار وشو، چې نوماندان دې د ټاکنیزو پایلو له اعلام مخکې هوکړه وکړي.

ولسمشر او مرستیالانو یې په دې اړه د هر راز مرستو ژمنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر یو خل بیا له درې میاشتو وروسته له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو پر ویستو ټینگار کړی؛ خو وایي په افغانسیتان کې د جگړې پای په دې معنا نه دی، چې امریکا یې له گواَونو سره مخ نه ده.

 

که څه هم دا ځل د اوباما د خبرو مرکزي ټکی خپلو سرتېرو ته وینا، په عراق او سوریه کې له اسلامي دولت سره جگړه او مبارزه وه او هغوی یې له هغه سرنوشت سره مخ کیدونکي وبلل، چې القاعده په پاکستان او افغانستان کې ورسره مخ شوي دي.

Trending

Exit mobile version