سیمه ییز خبرونه
د ديورند كرښې په اړه نظر وركول د افغانستان د خلكو حق دى
د ديورند كرښې په اړه د مارك گراسمن څرگندونو د افغانستان د مشرانو جرگې تند غبرگون را وپاراوه
د مشرانو جرگې يو شمېرغړي وايي:
د ديورند كرښې په اړه يوازې د افغانستان قانوني ادارې د څه ويلو حق لري.
د افغانستان اوپاكستان لپاره د امريكا ځانگړي استازي مارك گراسمن ويلي، چې:
امريكا د ديورنډ كرښه د افغانستان او پاكستان ترمنځ د پولې په توگه په رسميت پېژني.
د افغانستان او لويې برتيانيا ترمنځ د ديورند كرښې معاهدې له لاسليك څخه ۱۱۹ كاله تېريږي، خو له اوس څخه ۶۵ كاله وړاندې په ۱۹۴۷م كال كې د پاكستان له جوړښت وروسته د افغانستان او پاكستان په اړيكو كې د ديورند كرښې پرسرلانجه موجوده ده.
د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا ځانگړي استازي مارك گراسمن په خپلو وروستيو څرگندونو كې د ديورند كرښه د افغانستان او پاكستان ترمنځ د رسمي پولې په توگه گڼلې او د افغان دولت غبرگون يې را پارولى دى.
د مشرانو جرگې غړې بلقيس روشن وايي:
د ديورند په اړه نظر وركول يوازې د افغانستان د خلكو حق دى.
د مشرانو جرگې مرستيال محمد علم ايزديار د ديورند كرښې ستونزه د هغه وخت د ناسمو سياستونو پايله بولي او وايي:
ملي شورا بايد په دې اړه فعاله شي، چې حللار ورته ومومي.
په همدې وخت كې د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو په ډاگه كړې، چې:
د ديورند كرښې مسله د افغانستان د خلكو لپاره تاريخي اهميت لري.
خبرپاڼه څرگندوي، چې د افغانستان حكومت د دې كرښې د قانوني والي په اړه هرډول څرگندونې ردوي او غيرموجه يې بولي.
