سیمه ییز خبرونه

د راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو پوره محال وېش اعلان شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په داسې حال كې، چې راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو ته له شپاړسو مياشتو څخه زيات وخت پاته دى د ټاكنو كميسيون د دغو ټاكنو پوره مهال وېش اعلام كړ.

د ټاكنو خپلواك كميسيون رئيس په داسې حال كې، چې شفافې ټاكنې د افغانستان د خلكو لپاره يوه حياتي اړتيا بولي زياتوې، چې د اساسي قانون له مخې راتلونكې ولسمشريزې ټاكنې به د ۱۳۹۳ كال د حمل يا وري مياشتې په شپاړسمه نېټه تر سره شي.

كه څه هم په تېرو ټاكنو كې په يو شمېر نا امنو سيمو كې ټاكنې تر سره نه شوي خو ښاغلى فضل احمد معنوي  د تېرو ټاكنو په پرتله په ټول هېواد كې د راتلونكو ولسمشريزو  ټاكنو تر سره كېدل د دغو ټاكنو يوه ځانگړتيا بولي.

خو هغه څه، چې اوس هم د مدني ټولنو، سياسي حزبونو او د ټاكنو د خپلواك كميسيون تر منځ د بحث موضوع ده هغه د ټاكنو د قانون نه تصويبيدل دې، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون پكښې بدلون راوستې وو.

د ټاكنو د خپلواك كميسيون رئيس فضل احمد معنوي وويل:

د اعلام شوي مهال وېش په اساس ولسمشرۍ او ولايتي شورا گانو ته د نوماندې نوم ليكنه د راتلونكې كال د وږي مياشت ۲۵ نېټې څخه د تلې د مياشتې تر څلورلسمې پورې دوام كوي او ټاكنيزې كمپاين به د همدغه كال د لړم د مياشتې له شپږويشتمې نېټې څخه پېل بيا د ۱۳۹۳ كال د وري تر ۱۳ نېټي پورې  دوام وكړي.

بل خوا په داسې حال كې، چې د راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو لپاره امنيتې ستونزې د سياسي حزبونو تر منځ د بحث وړ موضوع ده، خو امنيتې چارواكي وايي، چې د راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو د ښه امنيت لپاره يې سر له اوسه امنيتې تدابير تر لاس لاندې نيولي دي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون د ولايتي شورا گانو ټاكنې هم د ولسمشرۍ له ټاكنو سره يو ځاى كړي او وايي، چې دا ټاكنې هم د ولسشمريزو ټاكنو په شان دوى ته ارزښت لري.

ښاغلي معنوي له ټولو هغو ډلو او كسانو څخه، چې غواړي راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو ته ځان ونوموي غواړي، چې سر له اوسه د خلكو د ريښتينو رايو د تر لاسه كولو لپاره لاس په كار شي.

Trending

Exit mobile version