سیمه ییز خبرونه
د راتلونكي كال په ملي بودجه كې انډول په پام كې ندى نيول شوى
مشرانو جرگه وايي، چې د ديارلس سوه دوه نويم كال په پرمختيايي بودجه كې ځينې ولايتونه له پامه غورځول شوي دي.
مشرانو جرگه د ديارلس سوه دوه نويم كال په ملي بودجه كې د يو لړ ستونزو او د ولاياتو ترمنځ د نا انډولتوب له امله د ماليې وزير عمومي غونډې ته ورغوښتي وه.
د مشرانو جرگې د مالي او اقتصادي چارو كميسيون رئيس عبدالوهاب عرفان وويل:
كه څه هم د تېر كال په پرتله په بوديجه كې په سلو كې ۴۳ زيات والى راغلى، خو بيا هم د روغتيا، كرنې او زيربنايي پروژو په برخو كې ډېره لږ پاملرنه شوې ده.
د مالې وزير حضرت عمر زاخېلوال وايي:
د خپلو مالي امكاناتو او د لومړيتوبونو له مخې يې ولايتونو ته پرمختيايي بودجه بېله كړې ده.
د هغه په وېنا د هېواد حالاتو ته په كتو اووه پنځوس په سلو كې عادي بودجه امنيتي سكتور ته بېله شوې ده.
د ماليې وزير زياتوي، چې هغو ولايتونو ته يې درې، درې ميليونه ډالره اضافي په پام كې نيولي، چې د بيا رغونې له بهيره وروسته پاتې دي.
د يادونې وړ ده، چې د ديارلس سوه دوه نويم كال ملي بودجه درې سوه شپږ شپېته ميليارده افغانۍ ټاكل شوې ده.