ساینس او ټیکنالوژي
د راتلونکی آرتمیس توغولو هڅه د سپتمبر تر وروستیو وځنډېده
ناسا ویلي؛ له تېرې ناکامې هڅې وروسته مو پرېکړه کړې، چې د راتلونکي آرتمیس توغندي د توغولو بریالۍ هڅه به د سپتمبر په وروستیو کې ډاډمنه شي.
د امریکا فضايي ادارې د څرګندونو له مخې: که دا هڅه ناکامه شي؛ نو بیا اړ یوو، چې تر اوکتوبره پورې تم شو او د توغندي د توغولو هڅه نوره هم وځنډوو.
ناسا د تېرې اوونۍ په پای کې د هایدروجني سوندبې د سوري او لیک کېدو له کبله د راتلونکي آرتمیس او اورین بېړۍ د توغولو وروستۍ هڅه، چې توغندی ترې زیانمنېدو؛ وځنډوله.
ناسا وايي: تمه ده، چې د سپتمبر پر ۲۳ یا ۲۷ نېټه مو دا توغندی فضا ته وتوغول شي.
راتلونکی ارتمیس توغندی به هغه لومړنۍ بېړۍ ولېږدوي، چې له ۱۹۷۰ کلونو راپدیخوا د اوږدمهاله انساني لیږد لپاره دیزاین شوې ده.
اړوند سرچینه څرګندوي، چې که دا ماموریت بریالی شي؛ نو ورسره د خلایي اکتشافاتو نوې پړاو هم پیلیږي او په پای کې به ناسا مریخ ته د ځمکني انسان لېږدول پیل کړي.
د ناسا د ځمکني اکتشافي سیستمونو د پروګرام ترسره کوونکی مایک بولګر ډاډ څرګندوي، چې کاري ډله یې د ټولو ستونزو په حل کې له ښه پرمختګه برخمنه ده.
