تازه خبرونه

د راستانه شویو پخوانيو دولتي چارواکو او سیاستوالو د امنیت ساتنه کوو

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۱, ۱۴۰۱

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي، اسلامي امارت ژمن دی چې د پخوانيو دولتي چارواکو او هغو سیاستوالو امنیت وساتي چې هېواد ته راستانه شوي دي.

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون غړیو امیرخان متقي او خیرالله خیرخواه هېواد ته له راستنو شویو سیاسي څېرو او پخوانیو دولتي چارواکو له دوه یمې ډلې سره وکتل.

مولوي متقي له یو شمېر سیاستوالو او پخوانیو چارواکو سره، چې په دې وروستیو کې هېواد ته راستانه شوي، د لیدنې پر وخت ټینګار وکړ؛ افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هیله لري، چې ټول افغانان بېرته هېواد ته راستانه شي. اسلامي امارت ژمن دی، چې هېواد ته د راستانه شویو پخوانیو دولتي چارواکو او سیاستوالو امنیت خوندي کړي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي ویلي؛ هغه کسان، چې کابل ته راستنېږي د نيوکې له څپو سره مخ دي، چې ګواکي دا خلک په فساد ککړ او دا تبليغات د افغانانو د دښمنانو لخوا د افغانانو ترمنځ د واټن زياتولو په موخه ترسره کېږي، چې باید په دې اړه پخوانۍ تجربې تکرار نشي؛ ځکه، چې ګټورې ندي.

اسلامي امارت تمه لري، چې په راتلونکیو ورځو کې به د پخوانۍ کابینې د وزیرانو، د ولسي جرګې د غړیو او نورو سیاسي شخصیتونو په ګډون لسګونه نور سیاسي شخصیتونه هم افغانستان ته راستانه شي.

Trending

Exit mobile version