تازه خبرونه

د راه فردا ټلویزیون خپرونې  وځنډېدې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي؛ د راه فردا ټلویزیون ته د دې ستونزې د حل سپارښتنې شوي؛ خو یادې موضوع ته رسیدګي ونه‌ شوه.

Published

on

Last Updated on: غویی ۱۰, ۱۴۰۴

د راه فردا ټلويزيون د مسوولانو او کارکوونکو تر منځ د معاشاتو او امتيازاتو پر سر راپیدا شوې ستونزه محکمې ته وړاندې او د دې ټلویزیوني شبکې خپرونې وځنډول شوې.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي؛ د راه فردا ټلویزیون ته د دې ستونزې د حل سپارښتنې شوي؛ خو یادې موضوع ته رسیدګي ونه‌ شوه.

دې وزارت زیاته کړې؛ حتا ځینې وختونه له کارکوونکو سره ګواښوونکی چلند هم شوی دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د رسنيو د شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمیسیون پرېکړه کړې، چې د راه فردا ټلویزیون او د کامندانو د معاشونو د ځنډېدو موضوع محکمې ته وړاندې کړي او د رسنیزو اصولو او قوانینو له مخې د محکمې تر پرېکړې پورې به د راه فردا ټلویزیون فعالیتونه ځنډېدلي پاتې وي.

ویل کیږي، چې د راه فردا ټلویزیون خبریالانو او کارکوونکو ادعا کړې، چې ګواکې د یاد ټلويزيون د ادارې لخوا يې د څو کلونو معاشونه او امتیازات  ورکړ شوي ندي.

Trending

Exit mobile version