سیمه ییز خبرونه

د راى وركولو په پاڼه كې د ولسمشرۍ د نوماندانو ځايونه وټاكل شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاكنو خپلواك كميسيون د دغه كميسيون كړنې د ټاكنو د نوي قانون پراساس د تېرو ټاكنو په پرتله متفاوت ګڼي او د دغه كميسيون په بې طرفى او روڼتيا ټينګار كوي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون د ټاكنو نوى قانون د پخواني هغه په پرتله متفاوت ګڼي او وايي، د ولسمشرۍ  شپاړس نوماندانو هم د نوي وضع شوي قانون له مخې لاره نه ده موندلې.

په داسې حال كې، چې د ټاكنو د روڼتيا په اړه ځينې اندېښنې شته، د ټاكنو د خپلواك كميسيون مرستيال عبدالرحمن هوتكي وايي:

له نورو همكارو بنسټونو سره په همغږۍ يې د ټاكنو د روڼتيا په موخه يو لړ اقدامات كړي دي.

په همدي حال کې د ټاكنو د خپلواك كميسيون كمېشنره شريفه زرمتي وردك وایي، يوه اندېښنه هم په راتلونكو ټاكنو كې د نا امنيو او ټولنيزو دودونو له مخې د ښځو لږه ونډه ده.

ولسمشر حامد كرزي د يكشنبې په ورځ ( د لیندی ۳) په دې اندېښنه وښوده، چې كه د ولسمشرۍ ټاكنې دوهم پړاو ته لاړې شي ښايي وځنډېږي، خو د ټاكنو د خپلواك كميسيون كمېشنر سرير احمد برمك وايي، چې له مالي پلوه په دې برخه كې هېڅ ستونزه نه لري.

د راى وركولو په ورځ  راى وركوونكو ته د آسانتيا په موخه د ټاكنو خپلواك كميسيون د پچې اچونې له لارې د راى وركولو په پاڼه كې د نوماندانو د نومونو ځايونه وټاكل. ډاكټر عبدالله عبدالله اول، داود سلطانزى دوهم، عبدالرحيم وردك درېيم، عبدالقيوم كرزى څلورم، اشرف غني احمدزى پنځم، محمد نادر نعيم شپږم، زلمى رسول اووم، قطب الدين هلال اتم، ګل آغا شيرزى نهم، عبدالرب رسول سياف لسم او هدايت امين ارسلا يوولسم ځاى لري.

د ټاكنو د خپلواك كميسيون د مهال وېش له مخې په پام كې ده، چې  د سلواغې له ديارلسمې د راتلونكي كال دوري تر ۱۳ مې پورې د ولسمشرۍ نوماندان او د كب له ديارلسمې د وري ترديارلسمې پورې د ولايتي شوراګانو نوماندان ټاكنيزې مبارزې وكړي.

Trending

Exit mobile version