1393ټاكنې
د رايو وركوونكو د پايلو د غونډولو ملي مركز په كار پېل وكړ
د ټاكنو خپلواك كميسيون كې د رايو وركوونكو د پايلو د غونډولو ملي مركز په كار پيل وكړ، ټاكل شوې دې مركز كې د راى پاڼو پايلې وڅېړل او وشمېرل شي.
په همدې حال كې د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي، تر اوسه پورې په ۳۰ ولايتونو كې د رايي وركولو له محلونو څخه د رايو صندوقونونه ټول شوي، خو په ۷۴ ولسواليو كې تر اوسه د راى پاڼو صندوقونه د لېږد په حال كې دي.
د رايو وركولو په مركزونو كې د راى پاڼو له شمېرلو وروسته اوس د دې وخت را رسېدلى، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون دا رايي ټولې كړي.
په همدې حال كې د ټاكنو د خپلواك كميسيون په مركزي دفتر كې د پايلو د غونډولو ملي مركز په كار پېل وكړ.
بلخوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى یان کوبېش وايي:
دا په رښتينې توګه يو افغاني بهير وو، كه څه هم امنيتي ګواښونه موجود وو او هوا هم خرابه وه، تاسو د لومړنيو شمېرو له مخې، د رايو صندوقونو ته ولاړئ او خپلې رايي مو وكارولې. تاسو ثابته كړه، چې دا رښتينى افغانستان او د افغانستان رښتينې خلك دي او زه ستاسو دا عمل ستايم.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وایي:
د زياترو ټاكنيزو محلونو راى پاڼې د ټاكنو د خپلواك كميسيون ولايتي دفترونو ته لېږدول شوي او د اپرېل په ۱۵ به ټول مواد مركزي دفتر ته ولېږدول شي.
ټاكل شوې د غويي په څلورمه د ټاكنو لومړنۍ پايلې د ټاكنو د خپلواك كميسيون له خوا اعلام شي او وروسته به د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون دې برخه كې شوي شكايتونه وڅېړي او د غويي په ۲۴ به د ټاكنو وروستۍ پايلې اعلام شي او د غبرګولي په لومړۍ به واك په سوله ييز ډول له يوه منتخب ولسمشر څخه بل منتخب ولسمشر ته ولېږدول شي.
1393ټاكنې
پاکستان دې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي -زلمي خلیلزاد
د روان زیږدیز کال د لومړۍ میاشتې له لومړۍ نېټې راپدېخوا په اسلام اباد کې د پاکستان پولیسو د استوګنې د قانوني اسنادو د نلرلو پر پلمه سلګونه افغان کډوال نیولي، چې ځینې یې بېرته خوشې کړي؛ خو ډېر شمېر یې د تورخم له لارې افغانستان ته اړولي دي.
1393ټاكنې
اسلامي امارت په ایران کې د افغانانو د وژنې د راپور څېړلو لپاره یو پلاوی وټاکه
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ويلي، د دغه پلاوي مشري د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر کوي او په دې پلاوي کې د ملي دفاع، بهرنیو چارو، سرحدونو وزارتونو او د استخباراتو عمومي ریاست استازي برخه لري.
د افغانستان اسلامي امارت څرګنده کړې، چې د ایران او پاکستان د پولې د کلګان په اړوند سیمه کې د افغانانو د وژنې د راپور څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکلی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ويلي، د دغه پلاوي مشري د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر کوي او په دې پلاوي کې د ملي دفاع، بهرنیو چارو، سرحدونو وزارتونو او د استخباراتو عمومي ریاست استازي برخه لري.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ګمارل شوي پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې ياده موضوع هر اړخيزه وڅېړي او خپل راپور د ریاست الوزراء مقام ته وسپاري او د راتلونکیو اقداماتو لپاره لازمې لارښوونې ترلاسه کړي.
ویل کیږي، چې دې پلاوي پرون خپل کار پیل کړی او هڅه کوي، چې ژر تر ژره د دې موضوع حقیقت څرګند کړي.
1393ټاكنې
ټام وسټ د بندیزونو د تنظیم ادارې چارسمبالی شو
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ درې کاله مخکې په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د فغانستان لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له دندې ګوښه او پر ځای یې د هغه مرستیال ټام وېسټ وګومارل شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د (تلې پر لسمه) څرګنده کړې، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وسټ د دغه وزارت د بندیزونو د تنظیم ادارې چارسمبالی ټاکل شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ درې کاله مخکې په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د فغانستان لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له دندې ګوښه او پر ځای یې د هغه مرستیال ټام وېسټ وګومارل شو.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د انټوني بلینکن د څرګندونو له مخې ویلي، چې له افغانستان سره د امریکا ژمنې او چارې به د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چارسمبالې کرن ډکر، د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د آسیا د جنوب لپاره د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مارک پومرشیم تر سره کوي.
ویل کیږي، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ټام وست ډیپلوماسي ستایلې او څرګندوي، چې افغانستان به بیا د امریکا پر ضد د ترهګرو د بریدونو پر ځاله بدل نشی.
-
تازه خبرونه5 days agoپه نورستان کې د بشري مرستو عملیات پیل شول؛ زرګونه کورنۍ مرستو ته لاسرسی مومي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoایران د هرمز تنګي پر سټرټیژیکه لار خپل واک او څار زیات کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoشهباز شریف د اوربند له غځېدو هرکلی وکړ؛ اسلامآباد د سولې هوکړې هیله څرګنده کړه
-
تازه خبرونه5 days agoپه اسلامي امارت کې د نظر اختلاف شته، خو د ړنګېدا هیله یې باید ونهشي – حامد کرزی
-
تازه خبرونه3 days agoفرضي کرښې ته نږدې ۱۲۵ پراختیایي پروژۍ پلې کیږي
-
تازه خبرونه4 days agoسویډن له افغان چارواکو او اروپايي ټولنې سره د افغان کډوالو د ایستلو په اړه همغږي تائید کړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه تخار کې ولسي غونډه؛ پر ملي یووالي ټینګار او د نظام ملاتړ
-
لوبی4 days agoد یو بل سپورټي پړاو پیل؛ له آریانا ټلویزیون سره د غېږنیونې غوره لیګ تړون لاسلیک شو

