سیمه ییز خبرونه
د رايو پخواني كارتونه دې په راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو كې نه كارول كيږي
د افغانستان د سياسي گوندونو او ائتلافونو د همكارۍ شورا د ټاكنو د خپلواك كميسيون له هغې طرحې ننگه وكړه، چې له راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو وړاندې يې د رايه وركوونكو د ليست د برابرولو وړانديز كړى دى.
دغې شورا د ټاكنو د رڼښت او ټولنيزعدالت لپاره د ټاكنو د خپلواك كميسيون طرحه مهمه وبلله او پر حكومت يې غږ وكړ، چې:
د دغې طرحې د عملي كيدو او د رايه وركوونكو د ليست د چمتو كيدو لپاره لازمې اسانتياوې برابرې كړي.
د افغانستان د ملي جبهي غړي ناطقي وايي، چې:
كه حكومت له ټاكنو مخكې د رايه وركوونكو د ليست د جوړيدو په اړه د ټاكنو د خپلواك كميسيون طرحه عملي نه كړي؛ نو دا وېره شته، چې ټاكنې به يو ځل بيا رڼې نه وي.
د حق او عدالت گوند غړى كاكړ وايي:
د رايو پخواني كارتونه بايد په راتلونكو ټاكنو كې ونه كارول شي او حكومت مكلف دى، چې پر خلكو الكترونيكې تذكرې ووېشي.
د وحدت اسلامي گوند غړى اسد الله سعادتي له ملگرو ملتونو غواړي، چې:
د ټاكنو د خپلواك كميسيون د طرحې د عملي كيدو لپاره دې لازمې مالي مرستې وكړي.
په داسې حال كې، چې د ټاكنو د شكايتونو په كميسيون كې د دوه بهرنيانو د غړيتوب موضوع اوس هم په مشرانوجرگه كې لانجمنه پاتې شوې؛ خو د سياسي گوندونو او ائتلافونو د همكارۍ شورا د شكايتونو په كميسيون كې د دوه بهرنيانو غړيتوب د ټاكنو د رڼښت لپاره غوره بولي.
حكومت بيا د ټاكنو د شكايتونو په كميسيون كې د بهرنيانو غړيتوب د ملي حاكميت سره په ټكر كې گڼلى دى.
