سیمه ییز خبرونه

د رایو د تفتیش پروسه د اختر تر څلورمی پورې و ځنډېده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رایو د تفتیش پروسه د اختر تر څلورمې ورځې پورې وځنډوله. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو وغوښتل، چې په دې موده کې د رایو د باطلولو پر کړنلارې هوکړې ته ورسېږي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون کې د دریم ځل لپاره د رایو د تفتیش پروسه ودرېده. دا ځل ځکه دا پروسه وځنډېده، چې د عبدالله عبدالله د څارونکې ډلې غړی امرالله امان وایي، په چک لیست کې دوه بنده ګنګ دي.

د چک لیست په دولسمه ماده کې راغلي، آیا په نښه شوي علایم د رای پانو پر مخ لیدل کېږي؟ د چک لیست شپاړسم بند هم له نیوکو سره مخ ده.

شپاړسمه ماده: آیا د رایو صندوقونه د داسې پایلو لرونکي دي، چې د نړیوالو تګلارو له مخې د ځانګړې څېړنې ایجاب وکړي، د مثال په توګه کله، چې د لومړي پړاو او دوهم پړاو ټولې رایي د پام وړ توپیر ولري؟د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله د دې تر څنګ، دوه نور اختلافي موارد هم د دې پروسې د پرېښودو عامل بولي.

خو د تحول او تداوم د څارونکې ډلې غړی محمد طاهر عبادي وایي، نه غواړي دا پروسه ودرېږي، او لیدل کېږي، چې د اشرف غني احمدزي د ټاکنیزې ډلې څارونکي لا هم د رایو د څېړنې پروسه تر څار لاندې لري او پر څوکیو ناست دي.

بالاخره د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس احمد یوسف نورستاني له کمېشنرانو او خپل مرستیال سره له خبرو وروسته دې پایلې ته ورسېد، چې دا بهیر په لنډ مهال ډول وځنډول شي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس وایي، د دې لپاره د دوی کار پڅ روان دی، چې نړیوال څارونکي کم دي او د دواړو کاندیدانو تر منځ د رایو د باطلولو پر سر د نظر اختلاف شته.

یوناما د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو ته یوه طرحه وړاندې کړه، چې تر اوسه د دواړو ټاکنیزو ډلو څارونکو پرې لاسلیکونه نه دي کړي.

Trending

Exit mobile version