تازه خبرونه

د رای ورکوونکیو د تقویتي نوملیکنې بهیر تر سره شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشریزو ټاکنو د رای ورکوونکیو د تقویتي نوملیکنې بهیر د شنبې پر ورځ( د چنګاښ ۸) بریالی پای ته ورسید.

د ټاکنو خپلواک کمیسون وایي، چې په دغه بهیر کې نږدې ۲۵۰ زره کسانو نوملیکنه کړې ده.

د ټاکنو کمیسیون د دارالانشاه مشر حبیب الرحمن ننګ وایي، چې مونږ په ټول هېواد کې د ۱۳۸ زره ۵۹۲ نرینه وو، ۷۹ زره ۸۱۶ ښځینه وو، ۳ زره ۲۲۰ کوچیانو نوملیکنه بشپړه کړه.

دغه راز څرګندوي، چې د رای ورکوونکیو نوملړ د سمولو لپاره چمتوالی نیول شوی او ولسمشریزې ټاکنې به پخپل وخت تر سره شي.

که څه هم د ټاکنو کمیسیون دغه معلومات د قناعت وړ بولي؛ خو ټاکنڅاري بنسټونه ټینګار کوي، چې د تقویتي نوملیکنې بهیر بریالی نه و او یو شمېر ډېر خلک له نوملیکنې پاتې شول.

 د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا پخوانی رییس داوود علی نجفي ویلي، چې د تقویتي نوملیکنې بهیر؛ ځکه بریالی نه وو، چې کمیسیون خپل اعلان کړي شمېر ته ونه رسیده.   

دغه بهیر د غبرګولي پر ۱۸ پیل شوی و او په ۳۳ ولایتونو کې نږدې ۲۵۰ زره کسانو نوملیکنه وکړه؛ خو په غزني ولایت کې به یوه اوونۍ نور هم دغه بهیر روان وساتل شي.

خبریال : خالد نیکزاد

Trending

Exit mobile version