تازه خبرونه
د رای شمېرنې له بشپړیدو مخکې به یوه رایه هم باطله نشي
د ټاکنو خپلواک کمیسیون اوس له یوه عجیبه حالت سره مخ دی؛ د ثبات او همپالنې ټاکنډلې د جمعې پر ورځ اعتراضونه وکړل او له دې بنسټ یې د درې سوه زره رایو د باطلیدو غوښتنه وکړه او په دې برخه کې یې یوه ورځ وخت ټاکلی و.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند علي افتخاري ویلي؛ دا قانوني غوښتنه نده، چې یوه ټاکنډله دې د رایو د یوې برخې باطلیدل مطرح کړي.
د نوموړي په وینا؛ تر هغې، چې د رایو بیا شمېرنه په ټولو ولایتونو کې نه وي بشپړه شوي، هیڅ رایه به باطله نشي.
د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا د تلې د شپږمې ټاکنو د باطلیدو او د بیا ځلي ټاکنو د تر سره کیدو غوښتنه راپورته کړې.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیه مشر یوسف رشید ویلي، کمیسیون باید د اوسنيو ستونزو د حل لپاره له نوماندانو او ټاکنڅارو سره فني ناسته وکړي.
دغه راز د ولسي جرګې غړیو ویلي، چې د ټاکنو کمیسیون د پایلو د اعلام په اړه له بندون سره مخ شوی او د خلکو د پاکو رایو له مخې د لومړنیو پایلو د اعلام واک و ځواک نلري.
د ولسي جرګې مشرمیر رحمان رحماني ویلي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید خلکو ته د رڼو ټاکنو له بهیره ډاډ څرګند کړي؛ خلک باید وپوهیږي، چې له رایو سره یې خیانت نه کیږي؛ ځکه، چې د هېواد دښمنانو له وحشته ډک خوبونه لیدلي او باید په پوره پاملرنه ګامونه پورته شي.