Connect with us

تازه خبرونه

د رای شمېرنې له بشپړیدو مخکې به یوه رایه هم باطله نشي

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي؛ تر هغې، چې د ټولو ولایتونو رایې بیا ونه شمېرل شي، یوه رایه به هم باطله نشي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون اوس  له یوه  عجیبه حالت سره مخ دی؛ د ثبات او همپالنې ټاکنډلې د جمعې پر ورځ اعتراضونه وکړل او له دې بنسټ یې د درې سوه زره رایو د باطلیدو غوښتنه وکړه او په دې برخه کې یې یوه ورځ وخت ټاکلی و.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند علي افتخاري ویلي؛ دا قانوني غوښتنه نده، چې یوه ټاکنډله دې د رایو د یوې برخې باطلیدل مطرح کړي.

د نوموړي په وینا؛ تر هغې، چې د رایو بیا شمېرنه په ټولو ولایتونو کې نه وي بشپړه شوي، هیڅ رایه به باطله نشي.

د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا د تلې د شپږمې ټاکنو د باطلیدو او د بیا ځلي ټاکنو د تر سره کیدو غوښتنه راپورته کړې.

د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا ویاند شهاب حکیمي څرګنده کړې، چې د یوې نوې ادارې تر مشرۍ لاندې دې بیا ټاکنې تر سره شي؛ یوه لنډمهاله اداره دې رامنځته شي، چې هغه وکولی شي بې پرې ټاکنې تر سره کړي.            

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیه مشر یوسف رشید ویلي، کمیسیون باید د اوسنيو ستونزو د حل لپاره له نوماندانو او ټاکنڅارو سره فني ناسته وکړي.

دغه راز د ولسي جرګې غړیو ویلي، چې د ټاکنو کمیسیون د پایلو د اعلام په اړه له بندون سره مخ شوی او د خلکو د پاکو رایو له مخې د لومړنیو پایلو د اعلام واک و ځواک نلري.

د ولسي جرګې مشرمیر رحمان رحماني ویلي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید خلکو ته د رڼو ټاکنو له بهیره ډاډ څرګند کړي؛ خلک باید وپوهیږي، چې له رایو سره یې خیانت نه کیږي؛ ځکه، چې د هېواد دښمنانو له وحشته ډک خوبونه لیدلي او باید په پوره پاملرنه ګامونه پورته شي.

د یادې جرګې د غړیو د څرګندونو له مخې؛ د ټاکنو په لومړنیو پایلو کې ځنډ به هېواد له تازه بحرانونو سره مخ کړي . اړتیاده، چې له ټاکنډلو سره په همغږۍ کې د راروانو ننګونو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

د تورخم دروازه هېواد ته د جبري راستنېدونکو کډوالو پرمخ پرانستل شوه

د راپورونو له مخې، د دې لارې د بیا پرانستلو سره، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنیدو پروسه بیا پیل شوې او ډیری کورنۍ د دې لارې له لارې هیواد ته ننوتلي دي.

Published

on

تورخم دروازه له نږدې یوې میاشتې بندېدا وروسته نن ماسپښین ۲ بجې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره پرانیستل شوه.

د راپورونو له مخې، د دې لارې د بیا پرانستلو سره، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنیدو پروسه بیا پیل شوې او ډیری کورنۍ د دې لارې له لارې هیواد ته ننوتلي دي.

تورخم دروازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه سوداګریزه لار ده، چې په وروستیو نږدې څو اوونیو کې د پاکستانیو پوځیانو د تاوتریخوالي له کبله تړلې وه.

د دې دروازې بندېدا د کډوالو لپاره د پام وړ ننګونې رامنځته کړي او د تګ راتګ مخه یې نیولې وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کندهار کې سېلابونو ۱۷۷ کورنیو ته مالي اوځاني زیانونه اړولي

دغه راز د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې: ۹۰ هغه کورنۍ، چې په خېمو کې ژوند کوي؛ د سېلابونو له کبله زیانمنې شوې دي.

Published

on

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست د څرګندونو له مخې؛ د تېرې ورځې د سختو اورښتونو او سېلابونو له کبله د یاد ولایت په مرکز کې شاوخوا ۸۵ کورونه بشپړ او نسبي ویجاړ شوي دي.

دغه راز د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې: ۹۰ هغه کورنۍ، چې په خېمو کې ژوند کوي؛ د سېلابونو له کبله زیانمنې شوې دي.

یادې ادارې زیاته کړې؛ سربېره پر دې په دامان ولسوالۍ کې د سېلابي اوبو له کبله ۲ کسان د یوې ۵ کلنې ماشومې په ګډون پر شهادت رسېدلي دي.

ویل کیږي، چې اړوند زیانمنو سیمو ته د موسيساتو ګډې ډلې استول شوي، چې له زیانمنو کورنیو سروي ترسره او عاجلي بشري مرستي ورسره وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان د تاشکند د وزیرانو په غونډه کې د اوبو پر ډیپلوماسۍ ټینګار وکړ

په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ مرستیال وزیر مجیب الرحمن عمر آخوندزاده د افغانستان پر استازیتوب وینا وکړه او د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ یې د اوبو پر عادلانه وېش، د اوبو د ډیپلوماسۍ پیاوړتیا او د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د عصري ټکنالوژیو پر کارولو ټینګار وکړ.

Published

on

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د “اوبو اوونۍ” تر سرلیک لاندې د وزیرانو غونډې ته د اوبو د سرچینو پر مدیریت د سیمهییزې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ مرستیال وزیر مجیب الرحمن عمر آخوندزاده د افغانستان پر استازیتوب وینا وکړه او د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ یې د اوبو پر عادلانه وېش، د اوبو د ډیپلوماسۍ پیاوړتیا او د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د عصري ټکنالوژیو پر کارولو ټینګار وکړ.

هغه دا هم ویلي؛ د اقلیمي بدلون له پایلو سره د مبارزې او د آمو سیند د غاړو د ویجاړېدا مخنیوي لپاره ګډه همکاري هغه مهمې مسلې دي، چې د سیمې د هېوادونو له‌خوا ګډې پاملرنې او عمل ته اړتیا لري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان د خپلو اوبو د سرچینو په مدیریت کې د ګاونډ هېوادونو حقونو ته ژمن دی.

د دې غونډې په څنډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ مرستیال د ازبکستان د اوبو وزیر شوکت خامرایوف سره هم ولیدل او دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د مدیریت په برخه کې د همکارۍ د پراخولو په اړه بحث وکړ.

په دې سیمه‌ییزه غونډه کې د افغانستان ګډون د اوبو په اړه په نړیوالو او سیمه‌ییزو بحثونو کې د هېواد د فعال شتون د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام ګڼل کیږي. دا یوه داسې هڅه ده، چې کولی شي د افغانستان او سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د نوي فصل لپاره لار اواره کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!