Connect with us

تازه خبرونه

د ۲۷ ولایتونو د رایو له بیا شمېرنې پرته به لومړنۍ پایلې ونه منو- ثبات او همپالنه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله خبرداری ورکوي، که په ۲۷ ولایتونو کې د رایو شمېرنه بیا تر سره نشي؛ د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې به ونه مني.

په څلور ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه روانه ده؛ خو په پنجشېر، سرپل او جوزجان کې د ټاکنډلو د څارونکیو له شتوالي سره سم دا بهیر بشپړ شوی دی.

د ثبات او همپالنې ټاکنډلې ویلي؛ څارونکي یې د ۲۷ ولایتونو د رایو په بیا شمېرولو کې نه ول او که دا رایې بیا ونه شمېرل شي، د ټاکنو هر ډول پایله ورته د منلو نده.

د ثبات او همپالنې د ټاکنډلې غړی یونس نواندیش ټینګار کوي، چې ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون باید په دې اړه همکاري وکړي.

نوموړی وایي: د ۲۷ ولایتونو بیا شمېرنه زمونږ په نشتوالي کې بشپړه شوې ده. مونږ له دولت جوړوونکې ټاکنډلې پرته د دغو رایو د بیا شمېرنې غوښتنه کړې ده. مونږ له ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون څخه د زمینې برابرولو غوښتنه کړې؛ ځکه، چې ډېر شکایتونه ثبت شوي دي. پرته له دې د پایلو اعلامول مونږ ته د منلو نه دي.

ټاکنو خپلواک کمیسیون ټینګار کړی، چې د دوی د کړنلارو او قانون له مخې په ۲۷ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه ترسره شوې ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی اورنګ زیب وایي: د ناظرانو په شتوالي کې د ۲۷ ولایتونو د رایو بیا شمېرنه د کمیسیون د کړنلارو  او قانون له مخې تر سره شوې ده. د ټاکنو خپلواک کمیسیون له ټولو نوماندانو او ټاکنډلو غوښتي وه، چې د شکمنو رایو له بیا شمېرنې څارنه وکړي؛ مونږ د ۲۷ ولایتونو د رایو بیا شمېرنه بښپړه کړې ده.                

ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون وایي، د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې دا غوښتنه ستونزه جوړونکې ده.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال محمد رضا فیاض ویلي: اوسمهال دا غوښتنه ننګوونکې ده او ټاکنو کمیسیون یې په اړه پرېکړه نلري؛ خو د شکایتونو کمیسیون په اند باید د اووه ولایتونو د رایو بیا شمېرنه پای ته ورسیږي.            

دغه راز په هغوولایتونو کې، چې د رایو بیا شمېرنه شوې؛ آیا د ټاکنڅارو د قناعت وړ ګرزیدلې او کنه؟

د افغانستان د ټاکنو روڼتیا څار غړی حبیب الله شینواري ویلي؛ یو شمېر رایې، چې په دې بهیر کې باطلې وې؛ باوري شوی او یو شمېر رایې، چې باوري وې، تاطلې شوې دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دوی څارونکیو همدا ستونزه لیدلې ده.          

ټاکل شوې د رایو بیا شمېرنه د سې شنبې پر ورځ( د لیندۍ ۲۶/ د دسمبر ۱۷) په ټولو اووه ولایتونو کې پاي ته ورسیږي د رایو له بیا شمېرلو وروسته به ښایې یوه روځ وروسته د ټاکنو لومړنۍ پایله اعلان شي.

خبریاله: دیانا صمدي

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!