سیمه ییز خبرونه
سعودي عربستان به په پاکستان کې پر بېلابېلو پروژو پانګونه وکړي
د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې پر ورځ ( د وري اتهویشتمه) ویلي، چې هېواد به یې په پاکستان کې پر بېلابېلو پروژو د پام وړ پانګونه وکړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې سعودي پانګوال پر کرنه، کانونو، معلوماتي ټکنالوژۍ او هوايي چلند په اړوند برخو کې پانګونې ته لیواله دي.
له دې مخکې اسلامآباد اعلان کړی و، چې سعودي عربستان په پاکستان کې د ۵ میلیارډ ډالرو پانګونې ته ژمن دی.
د دوشنبې پر ورځ ( د وري اووهویشتمه) د سعودي هېواد بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان بن عبدالله له پاکستان سره د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاه د یوه پلاوي پر مشرۍ اسلامآباد ته رسېدلی دی.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار یوې خبري غونډې ته ویلي، پاکستان د سعودي پلاوي ته د پانګونې لپاره د احتمالي پروژو په اړه بشپړ معلومات ورکړل.
د سعودي بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د پانګونې د احتمالي فرصتونو په اړه د پاکستان حکومت یادونه د ستاینې وړ ده.
هغه وایي: دا مونږ ته اړین باور راکوي، چې پر ارزښتمنو پروژو پانګونه وکړو.
هغه زیاته کړې: زه ډاډه یم، چې مونږ به د پام وړ ګامونه پورته کړو.
د سعودي عربستان لوړ پوړی پلاوی؛ د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ترمنځ په مکهمکرمه کې د وروستۍ لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا پر هوکړه لیکونو، د خبرو لپاره راغلی دی.
شهباز شریف تېره اوونۍ له سعودي ولیعهد سره ملاقات کړی و او د پېنځه اربه ډالرو د پانګونې د ګړندي کولو په اړه یې خبرې اترې کړې وې. پاکستان ته پکار ده، چې د بهرنیو اسعارو د کمېدو زیرمې راکمې کړي او بهرني پورونه ورکړي.
د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګ زیب د پیسو د نړیوال صندوق او نړیوال بانک په پسرلنیو غونډو کې د ګډون لپاره په واشنګټن کې دی او هلته به د پور د نوي پروګرام لپاره رسمي خبرې پیل کړي.
دا لیدنه په داسې حال کې تر سره کیږي، چې پاکستان د پیسو له نړیوال صندوق څخه د څلیریشتمې مالي مرستې د ترلاسه کولو په لټه کې دی.
سیمه ییز خبرونه
په پاکستان کې د مالونو د سراسري لېږد درېدا؛ موټرچلوونکي اعتصاب کوي
د «ډان نیوز» د راپور له مخې؛ د پاکستان د مالونو لېږدوونکو سراسري ټولنې ویاند او د مالونو د لېږدوونکو موټرو د مالکانو ټولنې مشر محمد اویس چودري ویلي، د پاکستان د اړیکو له وزیر علیم خان او نورو چارواکو سره خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې دي.
په پاکستان کې د مالونو لېږدوونکو او د تېلو ټانکرونو ټولنو اعلان کړی، چې له حکومت سره د خبرو له ناکامېدا وروسته به د شنبې له ورځې سراسري اعتصاب پیل کړي.
د «ډان نیوز» د راپور له مخې؛ د پاکستان د مالونو لېږدوونکو سراسري ټولنې ویاند او د مالونو د لېږدوونکو موټرو د مالکانو ټولنې مشر محمد اویس چودري ویلي، د پاکستان د اړیکو له وزیر علیم خان او نورو چارواکو سره خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې دي.
هغه ویلي، د مالونو لېږدوونکي، د خوراکي توکو او تېلو ټانکرونه، لارۍ، ټریلرونه او نور د ښارونو ترمنځ د مالونو لېږدوونکي موټرونه به خپل خدمات ودروي.
د چودري د څرګندونو له مخې، دا به یوازې سمبولیک اعتصاب نهوي، بلکې تر هغې به روان وي، چې د لېږدوونکو غوښتنې ونه منل شي.
هغه زیاته کړې، چې د مالونو لېږدوونکي موټرونه له مخکې له سړکونو ایستل شوي او په ټاکل شویو ځایونو کې درول شوي دي.
د دغو ټولنو له مهمو غوښتنو څخه په ټول پاکستان کې د موټرو د محورونو د وزن د محدودیتونو یو شان پلي کول، د ډیزلو او سړکونو د مالیاتو کمول او د تکلیفي مالیې کمول دي.
لېږدوونکي همدارنګه د موټرو د ضبط په اړه د ګمرکي ځینو مقرراتو د لغوه کولو، پر سوداګریزو موټرو د جریمو د محدودولو او د درندو موټرو د موټرچلوونکو د جوازونو د ورکړې د بهیر د آسانه کولو غوښتنه کوي.
د پاکستان د اړیکو وزیر ژمنه کړې، چې د لېږدوونکو غوښتنې به وڅېړي او د خبرو بل پړاو به د دوشنبې پر سهار ترسره شي.
د لېږدوونکو ټولنې ټینګار کړی، چې تر هوکړې پورې به اعتصاب کوي.
دغه اقدام ښايي په ټول پاکستان کې د مالونو لېږد او سوداګریز فعالیتونه له خنډ سره مخ کړي.
سیمه ییز خبرونه
د ځانبساینې او «رښتینې ورورولۍ» وخت رارسېدلی – عراقچي
عباس عراقچي په «ایکسپاڼه » کې لیکلي: د ایران وسلهوالو ځواکونو د هغه څه پر وړاندې، چې نوموړی یې «د نړۍ تر ټولو ګران بیه پوځي ځواک» بللی؛ خپله وړتیا او چمتووالی څرګند کړی دی.
د ایران بهرنیو چارو وزیر له ګاونډ هېوادونو غوښتي، چې سیمهییزې همکارۍ پیاوړې او پخپلو وړتیاوو ډېره تکیه وکړي.
عباس عراقچي په «ایکسپاڼه » کې لیکلي: د ایران وسلهوالو ځواکونو د هغه څه پر وړاندې، چې نوموړی یې «د نړۍ تر ټولو ګران بیه پوځي ځواک» بللی؛ خپله وړتیا او چمتووالی څرګند کړی دی.
عراقچي لیکلي:« د ایران پیاوړو وسلهوالو ځواکونو د نړۍ تر ټولو ګران بیه پوځي ځواک پر وړاندې خپل چمتووالی، وړتیا او ځواک وښود.»
هغه همدارنګه د اسلامي هېوادونو پر یووالي ټینګار کړی او څرګندوي، چې که مسلمانان پر ګډه ودرېږي، کولی شي له بهرنیو لوریو څخه د رامنځته کېدونکو ننګونو پر وړاندې مقابله وکړي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر د خپل پیغام په پای کې ویلي:« وخت رارسېدلی، چې یوازې پر ځان تکیه وکړو او رښتینې ورورولي ومنو.»
د عراقچي دا څرګندونې په داسې وخت کې کیږي، چې له وروستیو څو میاشتو راپدېخوا د ایران، اسرائیلو او امریکا ترمنځ سیمهییز تاوتریخوالی زیات شوی او تهران د سیمې د هېوادونو ترمنځ پر همکارۍ او د بهرنیو قدرتونو د لاسوهنې پر کمولو ټینګار کوي.
#آریانانیوز #ایران #عراقچي #سیمهییزههمکاري #منځنیختیځ #امریکا #اسرائیل
سیمه ییز خبرونه
که امریکا بیا برید وکړي، د خلیج د انرژۍ تاسیسات به تر برید لاندې راشي – ایران
د باخبره سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا پیغام له هغې وروسته د لوړې کچې ډیپلوماټیکو اړیکو له لارې د سیمې هېوادونو ته رسول شوی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د انرژۍ پر شبکو او بنسټیزو تاسیساتو د برید ګواښ کړی و.
رویټرز راپور ورکړی، چې ایران د خلیج عربي هېوادونو ته خبرداری ورکړی؛ که امریکا پر دې هېواد بیا بریدونه وکړي، تهران ښايي په سیمه کې د انرژۍ مهم تاسیسات پر نښه کړي.
د باخبره سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا پیغام له هغې وروسته د لوړې کچې ډیپلوماټیکو اړیکو له لارې د سیمې هېوادونو ته رسول شوی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د انرژۍ پر شبکو او بنسټیزو تاسیساتو د برید ګواښ کړی و.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له سعودي عربستان، قطر، ترکیې او پاکستاني چارواکو سره په اړیکو کې له هغو هېوادونو غوښتي، چې د امریکا متحدین دې واشنګټن پر تهران له نوي پوځي اقدام څخه منع کړي.
یوه سیمهییز چارواکي ویلي، د ایران پیغام روښانه و:« د ځواب لپاره چمتو یوو؛ خو ډیپلوماټیکه حللاره د شخړې د پراخېدا او په سیمه کې د ډېرو ویجاړیو د مخنیوي غوره لار ده.»
خلیجي سرچینو ويلي: ایران خبرداری ورکړی، چې که د دې هېواد پر بنسټیزو تاسیساتو برید وشي؛ ښايي د سیمې د انرژۍ تاسیسات، د تېلو چاڼځایونه، د برښنا او اوبو شبکې، د ټرانسپورټ آسانتیاوې او د تېلو اړوند برخې پر نښه کړي.
دغه راز سعودي عربستان، قطر او عمان له امریکا غوښتي، چې له ایران سره خبرې اترې بېرته پیل کړي او د کړکېچ د زیاتېدا مخه ونیسي.
ډونالډ ټرمپ له دې مخکې ویلي وه، چې پر ایران یې برید درولی؛ خو په دې شرط، چې ژر هوکړې ته د رسېدا امکان موجود وي.
ایران په وروستیو کلونو کې له یو شمېر خلیجي هېوادونو او سعودي عربستان سره خپلې اړیکې ښې کړي دي؛ خو اوس هم په سیمه کې د امریکا پوځي حضور او له واشنګټن سره د عربي هېوادونو امنیتي همکارۍ د ځان پر ضد ګواښ بولي.
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان او ایرلینډ لومړۍ یوورځنۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه
-
تازه خبرونه5 days agoد سفر بندیز د افغان کورنیو د یوځای کېدا خنډ نهشي کېدی ـ د امریکا محکمه
-
تازه خبرونه5 days agoچین او پاکستان د ترهګرۍ ضد همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کړکېچ د ژورېدا په حال کې دی ـ د خوړو نړیوال پروګرام
-
تازه خبرونه5 days agoد ملګرو ملتونو امنیت شورا به واک ته د اسلامي امارت د بېرته رسېدا اغېزې وارزوي
-
ساینس او ټیکنالوژي3 days agoساینسپوهانو د لمر تر ټولو روښانه انځور ثبت کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoکه امریکا بیا برید وکړي، د خلیج د انرژۍ تاسیسات به تر برید لاندې راشي – ایران
-
لوبی4 days agoد افغانستان کرکټ ملي لوبډله له ایرلینډ سره د بریالي پیل په لټه کې ده
