تازه خبرونه
د رحمت الله نیکزاد د وژنې عاملین نیول شوي
د ملي امنیت ریاست ویلي؛ د رحمت الله نیکزاد د وژنې عاملین نیول شوي دي.
د دغې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ نیول شويو تورنو کسانو خپل جرم منلی او څرګندوي، چې پر وژنو او چاودنو سربېره یې په نورو تروریستي پېښو کې هم برخه اخیستې ده.
د ریاست په خبرپاڼه کې راغلي: حمیدالله د عبدالحبیب او ذکر الله د عبدالخلیل زامن، چې په ۵۰۰۰ خوشې شویو طالب بندیانو کې خوشې شوي وه؛ په تېرو دوه میاشتو کې د قاري عبید له تروریستي ډلې لخوا په غزنی کې د موخه ییزو بریدونو لپاره ګومارل شوي وه، چې آزاد خبریال رحمت الله نیکزاد، یو قاضي او د مستوفیت دوه کارمندان یې وژلي دي.
د ملي امنیت عمومي ریاست ویلي، چې د رسنیو پر خبریالانو، فعالانو، مدني مخکښانو او د بشري حقونو پر هڅاندو ترهګریز بریدونه پر آزادۍ او ارزښتونو برید دی.
دوی څرګنده کړې؛ د دښمن دغه چلند ښکاره جنګي جنایت دی او مونږ په اساسي قانون کې د په ډاګه شویو آزاديو او ارزښتونو دفاع کوو.